د رواد د ژباړې مرکز — 418
33:1 ای نبي (همیشه) ویره کوه له الله تعالی څخه او د کافرانو او منافقانو خبره مه منه، بې شکه الله تعالی ډېر پوهه حکمتونو والا دی.
33:2 او تابع اوسه د هغه چې وحې کیږي تا ته له طرفه د رب ستا نه، بې شکه الله ستاسو پر عملونو خبردار دی.
33:3 او پر الله بروسه كوه او هماغه الله د كار جوړونكي په توګه بس دى.
33:4 الله د يو سړي ګوګل (سینه) كې دوه زړونه نه دي ايښي او نه يې ستاسو هغه مېرمنې چې تاسو ميندې ورته ويلي وي، ستاسي (اصلي) ميندې ګرځولې، او نه يې ستاسو په زویتوب بللي ستاسي (اصلي) زامن ګرځولي، دا هسې ستاسي د خولې خبره ده او الله حق وايي او همغه سمه لار ښايي.
33:5 هغوى د خپلو پلرونو په نامه وبولئ، د الله پر وړاندې همدا پوره انصاف دى، خو كه پلرونه يې نه پېژنئ نو په دين كې خو ستاسي ورونه او دوستان دي. او په څه كې چې تاسي خطا شوي ياست څه ګناه درباندې نشته، خو هغه څه چې زړونو مو قصد كړى وي (ګناه ده) او الله بخښونكی مهربان دى.
33:6 (دا) نبي پر مومنانو له خپلو ځانو هم زيات حق لرونكى دى او د هغه مېرمنې د دوى ميندې دي او د الله كتاب كې د خپلوۍ څښتنان يو پر بل ډېر حق لرونكي دي نظر له نورو مومنانو او مهاجرينو، مګر كه تاسي له خپلو دوستانو سره څه ښېګڼه وكړئ، همدا په كتاب كې ليكل شوي دي.