>

د رواد د ژباړې مرکز — 417

32:21 او موږ به خامخا دوى ته د لوى عذاب [د اخرت عذاب] نه مخكې د نږدې عذاب [د دنیا عذاب] څه خوند ور وڅكو، تر څو هغوى راوګرځي ( له ګناهونو څخه).

32:22 او تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې د خپل رب په اّيتونو نصيحت ورته وشي بيا له هغه مخ واړوي، بېشكه موږ له مجرمانو غچ اخيستونكي يو.

32:23 او بېشکه موږ موسىٰ ته كتاب وركړى و، نو مه کیږه په شک کې د ملاقات د هغه نه او هغه مو د بنى اسرائيلو لپاره د لارښوونې وسيله ګرځولى و.

32:24 او له هغوی مو (څه كسان) امامان وګرځول چې زموږ په امر به يې لارښوونه كوله، هغه مهال چې دوى صبر وكړ او زموږ پر اّيتونو يې باور كولو.

32:25 بېشكه ستا رب به د قيامت په ورځ د دوى ترمنځ د هغه څه پرېکړه كوي چې دوى پكې اختلاف كولو.

32:26 آيا دې خبرې دوى ته نه ده روښانه كړې چې موږ له دوى مخكې څومره قومونه تباه كړل چې (اوس يې) دوى په كورونو كې ګرځي، بې شکه په دې كې نښانې دي، نو آيا دوى نه اوري.

32:27 اّيا دوى نه ګوري چې موږ د وچې ځمكې په لور اوبه روانوو بيا په هغو سره فصل راوباسو چې د دوى څاروي يې هم ترې خوري او خپله هم، نو آيا (دا) نه ويني؟

32:28 او دوی وایې چې کله به وي دا فیصله که تاسو رښتیني یاست.

32:29 ووايه: د پرېکړې په ورځ خو به كافرانو ته د هغوى ايمان هيڅ ګټه ونه رسوي او نه به هغوى ته څه مهلت وركول كيږي.

32:30 نو مخ واړوه له دوی نه او انتظار كوه، یقینا دوى هم انتظار كوونكي دي.