>

د رواد د ژباړې مرکز — 416

32:12 او كه چېرته وګورې ته هغه وخت چې مجرمانو به خپل سرونه د خپل رب پر وړاندې ښکته کړي وي (وایې به): اې زموږ ربه! موږ (اوس هر څه) وليدل او واورېدل، نو بېرته مو وګرځوه چې سم كارونه وكړو، موږ بېشكه باور لرونكي يو.

32:13 او كه موږ غوښتي واى نو خامخا به مو هر كس ته د هغه لارښوونه وركړې وه خو زما له خوا دا خبره حق ثابته شوه چې زه به خامخا جهنم له پېريانو او انسانانو ټولو نه ډكوم.

32:14 نو (اوس يې) خوند وڅكئ په دې چې له خپلې دغې ورځې سره مخامخ کېدل مو هېر كړي وو، موږ هم تاسو هېر كړي ياست، او د هغو عملونو په وجه چې تاسو به كول ابدي عذاب وڅكئ.

32:15 یقینا ایمان لري په آیتونو زموږ هغه کسان چې کله بیان شي دوی ته آیتونه، پریوځي سجده کوونکي او د خپل رب له ستاينې سره د هغه تسبيح وايي او دوی لویي نه کوي.

32:16 اړخونه يې له بسترو څخه جلا کیږي، خپل رب له ډار او هېلې سره رابولي او څه مو چې ور روزي كړي له هغو نه لګښت كوي.

32:17 نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي، د هغو کړنو د بدلې په توګه چې دوى به كول.

32:18 اّيا هغه څوک چې مومن وي د هغه چا په څېر دی چې نافرمان وي؟ برابریدلی نه شي.

32:19 هر هغه چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي نو د هغوى د مېلمستيا لپاره د استوګنې جنتونه دي، د هغو عملونو په وجه چې دوى به كول.

32:20 او هغه كسان چې سرغړونه يې كړې نو د هغوى استوګنځى به اور وي، هر كله چې دوى ترې وتل غواړي، بېرته ورګرځول كيږي پكې او ورته ويل كيږي به (اوس) د هغه اور عذاب وڅكئ چې دروغ به مو ګڼلو.