د رواد د ژباړې مرکز — 414
31:29 آیا ته نه وینې چې بې شکه الله شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او لمر او سپوږمۍ يې تابع كړي دي، دا ټول يوې ټاكلې نېټې پورې چليږي او بې شکه الله ستاسي په كړنو خبردار دى.
31:30 دا ځكه چې بې شکه الله حق دی او دوى چې له هغه پرته څه رابلي هغه باطل دي او بې شكه چې هماغه الله ډېر اوچت او لوي ذات دی.
31:31 آيا تا نه دي ليدلي چې په سمندر كې بېړۍ د الله په فضل چليږي چې تاسي ته له خپلو نښانو څه در وښايي، په دې كې خو بې شکه د هر صبرناك شكر وېستونكي لپاره (ډېرې) نښانې دي.
31:32 او كله چې د ورېځو غوندې څپې يې را لاندې كړي نو په سوچه عقيده سره الله رابولي، خو چې بيايې وچې ته وژغوري نو له دوی څخه ځېنې يې درمیانه تګ والا شي او زموږ له آيتونو پرته له هر بې لوظه او ناشكره بل څوك انكار نه كوي.
31:33 اې خلكو له خپل رب نه مو ووېرېږئ او له هغې ورځې وډار شئ چې پلار به خپل زوی ته ګټه نشي رسولی، او نه به زوى خپل پلار ته ګټه رسونکی وي د څه شي، د الله ژمنه بې شكه رښتينې ده، نو د دنيا ژوند مو دوكه نه كړي او غولونكى (شيطان) مو د الله په اړه دوكه نه كړي.
31:34 بې شكه الله سره خو د قيامت معلومات دي، او باران وروي، او په هغه څه پوهيږي چې (د ميندو) په خېټو كې دي، او هيڅ ساكښ نه پوهيږي چې سبا به څه كوي؟ او نه هيڅوك پوهيږي چې په كومه ځمكه به مري، بې شكه الله خبردار عالم دى.