د رواد د ژباړې مرکز — 41
2:249 نو کله چې طالوت سره له لښکرو وخوځېد، نو ویې ویل: بېشکه الله تعالی ازمویونکی ستاسي دی په یوې ویالې (نهر) سره نو هر هغه څوک چې (اوبه) وڅکي له هغې ویالې (نهر) څخه نو نه دی زما له تابعدارانو څخه، او هر هغه څوک چې ونه څکي دا (اوبه) نو بېشکه زما له تابعدارانو څخه دی. مګر هغه څوک چې اخلي یوه لپه اوبه په لاس خپل سره، نو وڅښلې دوی (ټولو) له هغې (ویالې) مګر (ونه څښلې) لږو له دوی څخه، نو کله چې تېر شو له هغې ویالې نه دی (طالوت) او هغه کسان چې ایمان لرونکي وو له ده سره، دوی (وروستو پاتی کیدونکو) وویل: نشته طاقت موږ لره نن ورځ د جالوت او د ده د لښکرو د مقابلې، وویل هغو کسانو چې یقین يې و (په دې) چې بېشکه دوی ورتلونکي دي الله تعالی ته، ډېر (ځلې) وړه ډله غالبه شوې په ستره ډله د الله په حکم سره، او الله تعالی دی خاص مددګار د صبرناکو خلکو.
2:250 او کله چې راووتل (مخامخ شول) دوی لپاره (د جنګ) د جالوت او د لښکرو د ده نو دوی وویل (یعنې مومنانو) اې زموږ ربه! نازل (راتوی) کړه پر موږ صبر او کلک کړه قدمونه زموږ (په جنګ کې) او پر کافر قوم موږ برلاسي کړه (له موږ سره مرسته وکړه).
2:251 نو پس مؤمنانو هغوی (کافرانو) ته د الله تعالی په حکم ماتې ورکړه او داود علیه السلام جالوت مړ کړ او الله هغه ته سلطنت او حكمت ور په برخه كړ او هر هغه څه يې ور زده كړل چې د الله خوښه وه، كه دغه شان الله د يوې ډلې مخنيوى په بلې ډلې نه كولاى نو زمکه به فاسده شوې وه (نظام به یې ګډوډ شوی و)، لیکن الله تعالی خاوند د لوی فضل دی په خلکو باندې.
2:252 دا د الله آیاتونه دي چې مونږ یې تاته (اې پیغمبره) په حق سره لولو او بېشکه ته د رسولانو څخه یې.