د رواد د ژباړې مرکز — 405
30:6 د الله ژمنه ده، الله له خپلې ژمنې مخالفت نه كوي خو زياتره خلك نه پوهيږي.
30:7 د دنيا په ظاهري ژوندون پوهيږي خو بيا همدوى له اّخرته غافل (نا خبره) دي.
30:8 آیا دوی غور نه کوي په خپلو ځانونو کې، الله اّسمانونه، زمكه او څه يې چې تر منځ دي، پرته له حقيقته او ټاكلې نېټې نه دي پيدا كړي، او بې شكه ډېر خلك خپل رب سره له ملاقات نه منکر دي.
30:9 او اّيا دوی نه ګرځي په زمکه کې تر څو وګوري (چې) له دوى نه مخكې خلكو انجام څنګه و؟ هغوى ترې ډېر زورور وو، زمكه يې اړولې ده او دغو چې څومره ودانه كړې، هغوى ترې زياته ودانه كړې وه او پېغمبران ورته له څرګندو نښانو سره ورغلي وو، نو نه دی الله چې پر دوی یې ظلم کړی وی خو دوى پر خپلو ځانونو باندې ظلم کولو.
30:10 بيا د هغو كسانو انجام چې بدي يې كړې وه، ډېر بد شو ځكه چې د الله اّيتونو ته يې د درواغو نسبت کاوه او ملنډې به يې پرې وهلې.
30:11 الله لومړی پيدايښت کوي، بیا يې دوباره هم كوي، بيا به هغه ته ورګرځولی شئ.
30:12 او په كومه ورځ چې قيامت شي، ناهیلي به شي مجرمان.
30:13 او نه به وي دوی لره د شريكانو د دوی نه سپارختګر (سفارشیان) او شي به دوی له شريكانو نه منکر.
30:14 او هغه ورځ چې قيامت قایم شي، پدغه ورځ به شي دوی جدا جدا.
30:15 نو هغو كسانو چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي وي، نو دوی به په باغچو كې وي، خوشحالولی به شي.