د رواد د ژباړې مرکز — 404
29:64 او دغه د دنيا ژوند له ساعت تيرۍ (چټیات) او لوبې پرته بل څه نه دى، او بې شکه اصلي ژوندون خو د اّخرت د كور دى، كاشكې دوى پوهېدلاى.
29:65 او هر کله چې دوی سپاره شي په کښتیو کې نو رابولي الله تعالی لره، اخلاص کوي د هغه په بلنه کې نو هر کله چې دوی ته نجات ورکړي وچې ته، دغه وخت دوی شریک جوړوي (له الله تعالی سره).
29:66 تر دې چې موږ څه وركړي د هغو نا شكري وكړي او خوندونه دې واخلي نو زر به وپوهيږي.
29:67 آيا دوى نه ويني چې موږ حرم په امن كړى حال دا چې د هغه چاپېره (سيمو كې) خلك تښتول كيږي، نو آيا دوى باطل مني او د الله د نعمت ناشكري كوي.
29:68 او څوک ډیر ظالم دی له هغه چا چې پر الله دروغ جوړوي، یا د دروغو نسبت کوي حق ته کله چې راغی ده ته، آیا په جهنم کې د کافرانو لپاره د دېره کېدلو ځای نشته؟
29:69 او كوم كسان چې زموږ په لار كې ځان کړوي، خامخا به خپلى لارې ور وښايو او خامخا الله ملګری دی د ښایسته عمل کوونکو.
30:1 الم [1]
30:2 رومیان (د روم خلک) مغلوب شول.
30:3 په نږدې سيمه كې، او دوى به له دې مغلوبيدو وروسته (بيا) برلاسي كيږي.
30:4 په يو څو كلونو كې، الله لره مخكې هم واكمني وه او وروسته هم،او په دغه ورځ به خوشحاله شي مومنان.
30:5 د الله په (دغه) مرسته باندې، چا ته يې چې خوښه شي مرسته يې كوي او هغه ډېر زورو او رحم والا دی.