د رواد د ژباړې مرکز — 400
29:31 او کله چې راغلل رسولان زموږ ابراهیم ته په زیری نو ویې ویل: ب یشکه موږ هلاکوونکي یو د دغه کلي خلکو لره، بی شکه د دې کلي خلک ظالمان دي.
29:32 ده ويل: په هغه (كلي) كې خو لوط (هم) دى! وېلې موږ ته معلومه ده چې څوك پكې دي، خامخا به هغه او كورنۍ يې وژغورو – پرته له مېرمنې يې چې هغه له پاتې کېدونكو ده.
29:33 او كله چې زموږ استازي لوط ته ورغلل نو په هغو سره خپه او زړه تنګى شو او هغوى وويل وېرېږه مه او خپګان مه كوه، يقيناً موږ به تا او ستا كورنۍ ژغورو، پرته له مېرمنې دې چې هغه له پاتې کېدونكو ده.
29:34 بې شكه موږ د دې كلي پر خلكو له اسمانه يو عذاب رانازلوو، د هغه فسق له امله چې هغوى به كولو.
29:35 او بې شكه موږ له هغه كلي يوه څرګنده نښانه پريښې ده، د هغو خلكو لپاره چې عقل كاروي.
29:36 او مدين (سيمې) ته مو د هغوى ورور شعيب ورلېږلى و نو هغه ورته وويل: الله ولمانځئ او د وروستۍ ورځې هيله من اوسئ او پر زمكه كې فساد كوونكي مه ګرځئ.
29:37 خو بيا يې هغه درواغجن وباله نو يوې سختې زلزلې راګير كړل او سهار په خپلو كورونو كې پړمخ په زنګنونو مړه پراته پاتې شول.
29:38 او عاديان او ثموديان (وګورئ) او دا دى تاسو ته يې له كورونو پته لګېدلې ده چې شيطان يې عملونه ورته ښايسته كړل او له سمې لارې يې واړول په داسې حال كې چې هغوی ځانونه عقلمند ګڼل.