د رواد د ژباړې مرکز — 40
2:246 آیا ته نه ګورې حال د یوې ډلې د بني اسرائيلو ته وروسته له زمانې د موسی -علیه السلام- نه کله چې دوی خپل نبي ته وویل: ته موږ ته یو پاچا وټاکه چې موږ (د هغه تر مشرۍ لاندې) د الله په لاره کې جګړه وکړو، (نو) وویل (نبي) یقینا نږدې ده که فرض کړی شي پر تاسو دا جنګ، تاسو به جګړه ونه کړئ. دوی وویل: دا څنګه کېدای شي چې موږ د الله په لاره کې جنګ ونه کړو؟ حال دا چې موږ له خپلو کورونو ویستل شوي یو او له اولادونو نه (لرې کړای شوي یو) نو کله چې فرض کړی شو پر دوی باندې جنګ، نو له لږ کسانو پرته نورو ټولو (له جګړې) مخ وګرځولو او الله تعالی ښه عالم دی پر ظالمانو باندې (نو هغوی ته جزا ورکوي).
2:247 او وویل دوی ته نبي د دوی چې بېشکه الله تعالی تاسي ته طالوت (د) پاچا (په توګه) غوره کړی دی. دوی (بني اسرائیلو) وویل: چې څنګه به (طالوت) پر موږ پاچا وي؟ په داسې حال کې چې موږ ډېر مستحق یو له هغه نه چې په پاچايۍ؛ او هغه ته د مال پراخي (هم) نه ده ورکړل شوې، (نبي) وویل: چې بېشکه الله تعالی غوره کړی دی دا طالوت پر تاسي باندې او زیات کړی يې دی هغه له جهته د پراخۍ په علم او (په) جسم کې او الله تعالی ورکوي خپله پاچاهي چاته یې چې وغواړي او الله تعالی پراخ فضل والا عالم دی.
2:248 او د دوی نبي دوی ته وویل: چې بېشکه علامه د پادشاهۍ د ده (طالوت) دا ده چې تاسې ته به (یو) صندوق راشي چې په هغه کې به ستاسې د رب (له لوري) آرامتیا او د موسی او هارون د اولادې میراثونه وي چې هغه (صندوق) به ملایکې حمل کوي، بېشکه په دې کې ستاسو لپاره لویه نښه ده که چېرې تاسي مومنان یاست.