>

د رواد د ژباړې مرکز — 396

28:85 بې شکه هغه ذات چې فرض کړی یې دی پر تا باندې دا قران، خامخا واپس کوي به تا لره ځای د واپسۍ ته، ووايه: زما رب ښه پوه دی په هغه چا باندې چې راتلل وکړي په هدایت سره او په هغه چا چې هغه وي په ښکاره ګمراهۍ کې.

28:86 او ستا خو دا هيله نه وه چې دا كتاب دې تاته راولېږل شي، پرته له دې چې ستا د رب له لوري يو رحمت و نو ته د كافرو ملاتړی مه كېږه.

28:87 او په كار ده چې هغوى دې هيڅكله د الله له اّيتونو وانړوي، له هغه وروسته چې تاته رانازل شي، او د خپل رب لور ته بلنه كوه او هېڅكله په مشركانو كې مه شاملېږه.

28:88 او له الله سره كوم بل معبود مه رابوله، د هغه پرته بل د عبادت لایق نشته، د هغه له مخ (ذات) پرته هر څه له منځه تلونكي دي واكمني يوازې د هغه ده او تاسي ټول به همغه ته ورستنېږئ.

29:1 الم [1]

29:2 آيا خلك ګمان کوي چې هغوى به همداسې پرېښودل شي كله چې ووايي موږ ايمان راوړى او څه ازمايښت به ورباندې ونه کړای شي؟

29:3 قسم دی خامخا مخكې خلك موږ ازمايلي دي، پس قسم دی هرومرو الله راڅرګندوي هغه کسان چې ریښتیني دي [پخپله ویناکې] اوهغه کسان چې درواغجن دي.

29:4 آیا ګومان کوي هغه کسان چې بد کارونه کوي چې پرموږبه مخکې شي؟ ډېره بده پریکړه ده چې دوی یې کوي.

29:5 څوك چې له الله سره د مخامخ کېدلو هيله لري نو د الله نېټه خامخا راتلونكې ده او همغه ډېر پوه اورېدونكى دى.

29:6 او چا چې ځان وکړاوه نو بې شکه کړاو یې له ځان لپاره دی، بې شکه الله تعالی له مخلوقاتو څخه بې پروا دی.