د رواد د ژباړې مرکز — 375
26:184 او له هغه ذات نه وويريږئ چې تاسي او پخواني نسلونه یې پيداكړي دي.
26:185 هغوى ويل: خبره دا ده چې ته يو كوډو وهلى (جادو کړی شوی) انسان يې.
26:186 او زموږ په شان يو انسان پرته بل څه نه يې او بې شكه موږ په تا ګومان كوو چې له درواغجنو يې.
26:187 نو كه ته رښتينى يې له اسمانه يوه ټوټه پر موږ راوغورځوه.
26:188 شعيب وويل: زما رب په هغو كارو ډېر ښه پوه دى چې تاسو يې كوئ.
26:189 خو بيا يې دى هم درواغجن وبللو نو د چترۍ (وریځې) والا ورځې عذاب راونيول، بې شكه هغه د يوې لويې ورځې عذاب و.
26:190 په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.
26:191 او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
26:192 او هغه خامخا د رب العالمين لخوا نازل کړل شوی دی.
26:193 چه امانتداره روح (جبريل) ورسره نازل شوى دى.
26:194 ستا پر زړه (نازل شو)، د دې لپاره چې ته له وېروونكو واوسې.
26:195 په څرګنده عربى ژبه دی.
26:196 او بې شکه د پخوانيو خلكو په كتابو كې هم شته.
26:197 آيا د هغوى (مكې والو) لپاره دا يوه نښانه نه ده چې د بني اسرائيلو عالمان هم ورباندې پوهيږي.
26:198 او كه دا مو په چا عجميانو نازل كړى واى.
26:199 هغه پر دوى لوستى واى، بيا به يې هم نه واى منلى.
26:200 همدغه شان مو دا (انكار) د مجرمانو په زړونو كې ورننه اېستلى دى.
26:201 نو تر هغو يې نه مني ترڅو دردناك عذاب ونه ويني.
26:202 بيا كله چې يو ناڅاپه ورته راشي او هغوى خبر هم نه وي.
26:203 نو وايي به آيا موږ ته به مهلت راكول كيږي؟
26:204 نو آیا هغوى زموږ د عذاب لپاره بيړه كوي.
26:205 آيا نو ته وينې چې كه تر كلونو هغوى ته د ژوند د مزو مهلت وركړو.
26:206 بيا هغه (عذاب) ورته راشي چې ژمنه يې ورسره كېدله.