د رواد د ژباړې مرکز — 367
26:1 طسم [1].
26:2 دا د هغه څرګند كتاب آيتونه دي.
26:3 اى محمده! ښايي ته پدې غم كې خپل ځان بايلې چې دغه خلك ايمان نه راوړي.
26:4 كه موږ وغواړونو له اسمانه داسې نښانه نازلولى شو چې د دوى غاړې د هغې پر وړاندې ښكته شي.
26:5 او نه راځي دوی ته هېڅ یاداښت د رحمن له لورې چې نوی وي (د هغه راتلل) مګر دوی له هغه څخه مخ اړوونکي دي.
26:6 نو اوس چې درواغ يې وګڼلو ډېر زر به د هغه څه خبرونه ورته راشي چې ملنډې به يې پرې وهلې.
26:7 آیا دوی نه ګوري ځمکې ته چې څومره رازرغون کړي دي موږ په هغې کې د هر قسم ګټور بوټي څخه.
26:8 په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.
26:9 او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
26:10 او هغه مهال چې ستا رب غږ وکړ موسى ته چې لاړ شه قوم ظالمانو ته.
26:11 د فرعون قوم ته! آيا هغوى نه ويريږي؟
26:12 ويې ويل زما ربه! زه ډارېږم چې درواغجن به مې وګڼي.
26:13 او سينه مې (هم) تنګيږي او ژبه مې نه ګرځي نو هارون ته يې ولېږه (وحی).
26:14 او پر ما باندې د هغوی لخوا د يو جرم تور هم شته، ځكه نو زه ويريږم چې هغوى به ما ووژني.
26:15 الله وويل: هېڅكله نه، نو دواړه زموږ له نښانو سره ورشئ، موږ درسره يو، د (هر څه) اورېدونكي.
26:16 نو ورشئ دواړه فرعون ته ورته او وايئ چې موږ رالیږل شوي یو د مخلوقاتو د پالونكي لخوا.
26:17 چې ته بني اسرائيل له موږ سره ولېږې.
26:18 وېلې: آيا ته مو له ځان سره وړوكى ونه روزلې او د خپل عمر ډېر كلونه دې راسره تېر (نه) كړل.
26:19 او ها چې كړى دې و هغه كار دې هم وكړ او ته له ناشكرانو څخه يې.