>

د رواد د ژباړې مرکز — 365

25:56 او ته مو پرته له يو زېري وركوونكي او وېروونكي بل څه نه يې لېږلى.

25:57 ورته ووايه: زه خو په دې له تاسي څه بدله نه غواړم پرته له دې چې كه څوك غواړي نو د خپل رب خواته دې لارونيسى.

25:58 او په هغه (تل) ژوندي ذات بروسه وكړه چې (هيڅكله) نه مري او له ستاينې سره يې پاكي بيانوه، او هماغه د خپلو بنده ګانو پر ګناهونو باخبر كافي دى.

25:59 هغه چې آسمانونه، ځمكه او د هغو تر منځ هر څه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل بيا پر عرش پورته شو، هغه ډېر مهربان دى، نو له كوم ښه باخبر څخه يې پوښتنه وكړه.

25:60 او كله چې هغوی ته وويل شي: رحمن ته سجده وكړئ وايي: رحمن څه دى؟ څه شى چې ته يې راته امر كوې موږ به هغه ته سجده كوو؟ او لا يې كركه زياتوي.

25:61 ډير مبارك دى هغه ذات چې په اسمان كې يې برجونه پېداكړل او په هغه كې يې يوه ډيوه او يوه ځلانده سپوږمۍ روڼه كړه.

25:62 او همغه ذات دى چې شپه او ورځ يې يو د بل ځاى ناستي وګرځول، هغه چا ته چې غواړي څه درس واخلي يا غواړي شكر اېستونكى شي.

25:63 او د رحمن (اصلى) بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ورو (په عاجزۍ) درومي او كله چې جاهلان ورسره مخامخ شي وايى سلام دې وي.

25:64 او هغه كسان چې خپل رب ته په سجده او ولاړه شپې تېروي.

25:65 او هغه کسان چې وايي: ای زموږ پالونکيه! د دوزخ سزا له موږ لرې کړه، بې شکه د دوزخ سزا (له هغه چا سره تل تړلې وي څوک چې کافر مړ شوی وي).

25:66 هغه ډېر بد ټاټوبى او هستوګنځى دى.

25:67 او هغوى چې كله لګښت كوي؛ نو نه زياتى كوي او نه بخيلي، بلكې د دې تر منځ سم برابر وي.