>

د رواد د ژباړې مرکز — 36

2:225 الله تعالی تاسي ستاسو په بې ارادې (بې معنا) قسمونو نه نیسي، بلکې په هغه (قسم) مو (الله) نیسي چې قصد کړی وي (د هغه) زړونو ستاسي. او الله ډېر بخښونکی او زغمونکی دی.

2:226 هغو کسانو ته چې قسمونه کوي له (جماع د ) خپلو ښځو څخه انتظار د څلورو میاشتو دی، نو که بیا رجوع وکړه دوی او سره یو ځای شول پس بېشکه الله تعالی ښه بخښونکی مهربان دی.

2:227 او که قصد وکړ دوی طلاق (او رجوع يې ونه کړه) پس بېشکه چې الله ښه اوریدونکی (د ټولو اقوالو) ښه عالم دی (پر ټولو احوالو).

2:228 او طلاقې کړی شوې ښځې دې انتظار کوي په ځانو خپلو (له نکاح نه تر) درې حیضونو (کاملو) پورې او نه دی روا دوی لره چې پټ کړي هغه څه چې پیداکړي الله تعالی د دوی په رحمونو کې که دوی پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان لري. او د دوی مېړونه حقدار دي چې بېرته یې راوګرځوي په دې موده کې که چېرې د جوړښت اراده لري (په خپلو منځو کې). او د دوی (ښځو) لپاره هغه (حقوق) دي څرنګه چې پر دوي (ښځو) لازم دي په غوره طریقه، البته نارينه پر هغوی يوه درجه (فضيلت) لري. او الله ښه غالب (د احکاموپه انفاذ) او ډېر تدبیر والا دی (چې هر کار په حکمت او مصلحت سره کوي).

2:229 طلاق دوه ځلې (کرته) دی، نو بیا ساتنه د ښځو ده په رجوع سره په معروف (ښه طریقه) یا پرېښودل دي د دې ښځو په غوره طريقې سره. او روا نه دي تاسو ته -اې خاوندانو- چې واخلئ تاسي له هغه مال څخه هیڅ شی چې ورکړی وي تاسي دوی ته په مهر کې، مګر که وېرېږي دوی (مېړه او ښځه) چې وبه نشي ساتلی دوی دواړه احکام د الله تعالی. پس که تاسي وېره لرئ -اې حاکمانو- چې وبه نشي ساتلی دوی دواړه حکمونه د الله تعالی، پس نشته هیڅ ګناه پر دې دواړو باندې په هغه شي کې چې (دا ښځه) فدیه ورکړي (او ځان خلاص کړي). دا (ذکر شوي احکام) د الله تعالی حدود (پولې) دي نو له هغو تېری مه کوئ؛ او هر هغه څوک چې د الله تعالی له پولو تېرېږي نو همدا کسان ظالمان دي.

2:230 نو وروسته له دې دوو طلاقو څخه که بیا يې طلاقه کړه دا ښځه (درېیم ځل) پس بیا (دا ښځه) ده ته له دې نه وروسته حلاله نه ده تر څو چې له ده پرته بل کس سره نکاح و نه کړي، نو که هغه (دویم مېړه) طلاقه کړه (او عدت يې تېر شو) پس په دوی دواړو څه پړه (ګناه) نه شته چې بېرته (یو بل ته) رجوع وکړي، که چېرې ګمان کوي چې د الله حدود به پر ځای کوي، دا د الله حدود (پولې) دي هغو خلکو ته یې بیانوي چې پوهېږي.