>

د رواد د ژباړې مرکز — 359

24:62 بې شكه مومنان هغه كسان دي چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړى وي او كله چې د څه ټولنيز كار په وخت كې هغه سره وي نو تر هغه ترې نه ځي څو يې اجازه نه وي غوښتې، دوى هغه كسان دي چې پر الله او رسول يې ايمان لري، نو كله چې د خپل څه كارو لپاره اجازه در څخه وغواړي، نو چاته چى دې خوښه وي اجازه وركوه او هغوى ته له الله څخه بخښنه وغواړه، بې شكه الله بخښونكى مهربان دى.

24:63 د رسول بلنه ستاسي د يو او بل د را بلنې په شان مه ګڼئ، الله له تاسو څخه هغه كسان ښه پېژني چې (يو او بل ته) پناه وركولو سره غلى غلى كيږي؛ نو هغه كسان چې د هغه له امره مخالفت كوي، له دې څخه دې ووېريږي چې څه فتنه ور ونه رسي، يا څه دردناك عذاب ورته ونه رسيږي.

24:64 خبردار اوسئ! څه چې په آسمانونو او ځمكه كې دي هغه الله لره دي، په هر حالت چې تاسي ياست هغه ورباندې پوهيږي او هغه ورځ چې هغه ته ورستنيږي؛ نو په هغه څه به يې خبر كړي چې كړي يې دي، او الله په هر څه ښه پوه دى.

25:1 هغه ذات بركتناك دى چې فرقان يې پر خپل بنده نازل كړی تر څو د ټولو خلكو لپاره خبردارى وركوونكى وي.

25:2 هغه ذات چې د آسمانونو او ځمكې پاچايي هغه لره ده، نه يې څوك زوى كړى، نه يې پاچايي كې څوك شريك شته او هر څه هماغه پيدا كړي او برخليك يې ورته ټاكلى دى.