>

د رواد د ژباړې مرکز — 358

24:59 او كله چې مو ماشومان بلوغ ته ورسېدل؛ نو بيا دې هماغه شان اجازه غواړي لكه چې له هغوى مخكې (مشرانو) يې چې اجازه غوښتله، الله همدغه شان خپل آيتونه درته بيانوي او الله ډېر پوه حكمت والا دى.

24:60 او هغه (بوډۍ) ناستې ښځې چې د ودېدلو هيله نه لري، پر هغوى څه ګناه نشته كه خپلې جامې وباسي خو چې د ښكلا څرګندوونكې نه وي او كه چېرې لا هم ځان (په ستر كې) وساتي دا ډېره ورته غوره ده او الله ښه اورېدونكى پوه دى.

24:61 نه پر ړانده څه باك شته، نه پر ګوډ، ناروغ او نه خپله پر تاسي چې له خپلو كورونو څه وخورئ، يا د خپلو پلرونو له كورونو، يا مو د ميندو له كورونو، يا مو د وروڼو له كورونو، يا مو د خويندو له كورونو، يا مو د ترونو له كورونو، يا مو د تریندو (عمه ګانو) له كورونو، يا مو د ماماګانو له كورونو، يا مو د توړۍ ګانو (خاله ګانو) له كورونو، يا له هغو كورونو چې کنجیګانې (چابيانې) يې ستاسو په لاس كې وي او يا مو د ملګري له كوره، په دې كې هم څه باك نشته چې تاسو يو ځاى ګډ خوراك وكړئ يا بېل بېل، خو كله چې كورونو ته ننوتئ نو پر خپلو كسانو سلام اچوئ، د الله له لوري يوه (ټاكل شوې) د خير دعا، بختوره پاكيزه (خبره)، همدغه شان الله تاسي ته خپل آيتونه بيانوي، ښايي چې تاسي له عقله کار واخلئ.