>

د رواد د ژباړې مرکز — 356

24:44 الله شپه او ورځ (سره) اړوي بې شكه په دې كې د سترګورو لپاره يو (لوى) درس دى.

24:45 او الله هر سا كښ له اوبو پيدا كړ نو ځينې يې هغه دي چې په ګېډه ښوييږي، ځينې يې په دوو پښو درومي او ځينې يې په څلورو درومي، الله چې څه غواړي هماغه پيدا كوي، بې شكه الله په هر څه قادر دى.

24:46 بې شكه موږ څرګند آيتونه نازل كړي او الله چې هر چاته وغواړي سمې لارې ته يې لارښوونه كوي.

24:47 او هغوى وايي موږ په الله او رسول يې ايمان راوړى او پيروي مو کړې، خو بيا له دې وروسته هم د دوى يوه ډله مخ ګرځوي او دوى مومنان نه دي.

24:48 او كله چې هغوى الله او رسول ته يې ور وبلل شي، چې ترمنځ يې پرېکړه وکړي نو له هغوى نه يوه ډله يو دم مخ ګرځوونكې شي.

24:49 او كه چېرې حق د دوى (په خوا) وي نو بيا هغه (رسول) ته غاړه اېښودونكي ورځي.

24:50 آیا په زړونو كې يې ناروغي ده، كه په شك كې لوېدلي دي؟ يا له دې ډاريږي چې الله او د هغه رسول به ظلم ورباندې وكړي، بلكې دوى خپله ظالمان دي.

24:51 خبره دا ده چې كله مومنان الله او د هغه رسول ته وروبلل شي تر څو يې په منځ كې پرېکړه وكړي؛ نو د هغوى وينا داسې په كار ده چې ووايي: موږ واورېدل او ومو منل، او همدوى بريالي دي.

24:52 او څوك چې د الله او د هغه د رسول امر ومني، له الله وېره وكړي او ځان ترې وساتي نو هماغه خلك بريالي دي.

24:53 او هغوى پر الله په كلكه قسمونه وكړل چې كه ته امر ورته وكړې نو خامخا به راووځي (جهاد ته)، ورته ووايه: قسمونه مه كوئ، (ستاسو) منل معلوم دي، پرته له شکه الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ.