د رواد د ژباړې مرکز — 347
23:75 او كه پر هغوى رحم وكړو او كوم كړاو چې ورباندې پروت دى، هغه ترې لرې كړو، لا به خپله ناړامۍ كې ټينـګ شي، پریشان او لالهانده به وي.
23:76 او بې شکه هغوی مو په عذاب كې راګير كړل، خو نه يې خپل پالونکي ته غاړه كېښوده او نه يې عاجزي وكړه.
23:77 تر دې چې پر هغوى د يوې سختې سزا دروازه ورپرانېزو؛ نو بيا به يو دم پكې ناهيلى وي.
23:78 او دى هماغه ذات دى چې تاسو ته يې غوږونه، سترګې او زړونه پيدا كړي، خو تاسو ډېر لږ شكر وباسئ.
23:79 او هماغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خپاره كړي ياست او (بيا به) هماغه ته ورغونډېږئ.
23:80 اوهماغه ذات دى چې ژوندي كوي او مړه كوي او د شپې ورځې اړول د هغه په لاس کې دي؛ نو آيا له عقل کار نه اخلئ؟
23:81 خو هغوى هماغسې وايي لكه پخوانيو يې چې ويلي وو.
23:82 هغوى ویل: آیا كله چې موږ مړه شو او خاورې او هډوكې شو، آیا موږ به په رښتیا یقینًا بیا راژوندي كولى شو.
23:83 بې شکه دغه ژمنه له موږ سره هم وشوه او له دې مخکې زموږ له پلرو سره هم، خو دا هماغه د پخوانيو له كيسو پرته بل څه نه دي.
23:84 ورته ووايه! (ښه نو) چا لره دي ځمكه او څه چې پكې دي؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ.
23:85 ژر به هغوی ووايي: الله لره. ورته ووايه: نو آيا تاسو پند نه اخلئ؟
23:86 ورته ووايه: د اوو آسمانونو او لوى عرش څښتن څوك دى؟
23:87 ژر به هغوی ووايي: د الله دي، ورته ووايه: نو آيا تاسو نه وېرېږئ.
23:88 ورته ووايه: كه پوهېږئ څوك دى هغه ذات چې د هر شي واكمني يې په لاس كې ده او هغه پناه وركوي خو د هغه په مقابل كې څوك (چاته) پناه نه شي وركولى.
23:89 ژر به ووايي: الله دى، ورته وايه: نو له كومې خوا جادو درباندې كيږي.