د رواد د ژباړې مرکز — 345
23:43 نشي مخکې کیدلی هیڅ قوم له خپلې مقررې وعدې او نه ترې وروسته پاتې کیدلی شي.
23:44 بيا مو پرله پسې خپل رسولان واستول، كله به چې يو قوم ته د هغوى رسول ورغلو، هغه به يې درواغجن وباله، نو موږ هم يو پر بل پسې تباه كړل، تر دې چې له هغوى مو افسانې جوړې كړې نو تباهي (يا له رحمته لرې والى) دې وي پر داسې خلكو چې ايمان نه راوړي.
23:45 بيا مو موسىٰ او ورور يې هارون له خپلو نښانو او ښكاره دليل سره ولېږل.
23:46 فرعون او سردارانو ته يې، خو هغوى لويي وكړه او دوى كبرجن خلك وو.
23:47 نو هغوى وويل: آيا موږ پر داسې دوو کسانو ايمان راوړو چې زموږ غوندې انسانان دي او قوم يې زموږ مريان دي.
23:48 بيايې هغوى دواړه درواغجن وګڼل؛ نو له تباه کېدونکو وګرځېدل.
23:49 او بې شكه موسىٰ ته مو كتاب وركړ تر څو هغوى سمه لار ومومي.
23:50 او موږ د مريم زوى او مور يې نښانه وګرځول او هغوى ته مو په يوه داسې هسكه ځمكه كې ځاى وركړ چې د كراري او روانو چينو والا وه.
23:51 ای رسولانو! له پاكو شيانو خوراك كوئ او سم عملونه وكړئ (د قران او سنت موافق)، بې شکه زه پر هغه څه ښه پوه يم چې کوئ يې.
23:52 او همدغه ستاسو امت يو امت دى او زه مو پالونکی يم را څخه ووېرېږئ.
23:53 خو بيا يې خپل دين سره ټوټه ټوټه كړ، هرې ډلې سره چې څه وو پرهماغه خوشحاله وه.
23:54 نو تر يوې نېټې يې په خپل غفلت كې همداسې ډوب پرېږده.
23:55 آيا دوى دا انګېري چې موږ په مالونواولادونو كې له دوى سره مرسته كوو.
23:56 چې موږ د هغوى لپاره په ښېګڼه كې هڅه كوو؟ نه، بلكې هغوى نه پوهيږي.
23:57 بې شكه هغه خلك چې د خپل پالونکي له وېرې لړزېدونكي وي.
23:58 او هغوى چې د خپل پالونکي پر آيتونو ايمان راوړي.
23:59 او هغوى چې له خپل پالونکي سره څه نه شريكوي.