د رواد د ژباړې مرکز — 341
22:73 اى خلكو! يو مثال راوړل شوى نو غوږ ورته كيږدى، تاسو چې الله نه پرته څه رابلئ، كه ټول ورته را يو ځاى هم شي هېڅكله به يو مچ هم پيدا نكړى شي او (دا لا څه) كه يو مچ څه شى ترې وتښتوي، هغه هم نه شي ترې خلاصولى، هم (مرسته) غوښتونكى كمزورى دى او هم غوښتل شوى.
22:74 دوى لكه چې ښايي هغه شان د الله قدر ونه پېژندو، الله يقيناً زورور او برلاسى دى.
22:75 الله د ملايكو نه هم استازي ټاكي او له انسانانو هم، بې شكه الله ښه اورېدونكى ليدونكى دى.
22:76 په هغه څه هم پوهيږي چې د هغوى د وړاندې دي او په هغه هم چې تر شايې دي، او یوازې الله ته ټولې چارې ورګرځول كيږي.
22:77 ای مومنانو! ركوع او سجده وكړئ، خپل رب لمانځئ او د خير كارونه كوئ، دې لپاره چې بريالي شئ.
22:78 او د الله په لار كې رښتینی جهاد وكړئ، هماغه تاسو (خپل كار ته) غوره كړي ياست، او په دين كې يې پر تاسو څه تنګون نه دى راوستى، د خپل پلار ابراهيم په دين اوسئ هماغه (الله) تاسو ړومبى هم مسلمانان ونومولى او په دې (قرآن) كې هم، دې لپاره چې رسول پر تاسو شاهد وي او تاسو پر خلكو شاهدان، نو لمونځ ودروئ، زكات وركوئ او (د) الله (په دین) ټینګ شئ، هماغه ستاسو مالک دى، غوره مالک او ښه مرستندوى.