د رواد د ژباړې مرکز — 340
22:65 آيا ته نه وينې چې الله هغه څه درته تابع كړي چې په ځمكه كې دي او هغه بېړۍ (هم) چې د ده په امر سمندر كې چليږي او هماغه (الله) آسمان داسې ساتي چې د ده له حكمه پرته په ځمكه را ونه غورځيږي، بې شكه الله په خلكو ډېر نرمي كوونكى مهربان دى.
22:66 او هماغه ذات دى چې تاسو يې ژوندي كړي ياست، بيا مو مړه كوي، وروسته مو بيا راژوندي كوي (خو) انسان خامخا ناشكره دى.
22:67 موږ د هر امت لپاره د عبادت يوه لاره ټاكلې ده چې دوى ورباندې روان دي نو دوى دې په دې كار كې جګړه نه درسره كوي او ته د خپل رب لور ته بلنه كوه، يقيناً ته خو په سمه لار برابر يې.
22:68 او كه هغوى جګړه درسره كوي نو ورته ووايه چې الله په هغه څه ښه پوه دى چې تاسو يې كوئ.
22:69 الله به د قيامت په ورځ ستاسو ترمنځ هغه څه كې فيصله كوي چې تاسو پكى اختلاف كولو.
22:70 آيا ته نه پوهيږې چې الله په هغه څه پوهيږي چې په آسمانونو او ځمكه كې دي، دا خامخا په يو كتاب كې دي، دا خو په الله ډېر آسانه دي.
22:71 او هغوى الله نه پرته داسې څه لمانځي چې هغه يې په هكله څه سند نه دى نازل كړى او نه دوى څه علم پرې لري او ظالمانو لره څوک مرستيال نشته.
22:72 او كله چې پر هغوى زموږ څرګند آيتونه لوستل كيږي نو ته د كافرانو په مخونو كې د انكار نښانې پېژنې، نږدې وي چې پر هغو كسانو ورټوپ كړي كوم چې زموږ آيتونه ورباندې لولي، ورته ووايه: تاسو ته له دې لا زيات بد شى دروښيم؟ اور دى! چې الله يې له كافرانو سره وعده كړې او ډېر بد استوګنځى دى.