د رواد د ژباړې مرکز — 339
22:56 پاچايي به په هغه ورځ يوازې الله لره وي، هماغه به يې ترمنځ فيصله كوي، نو چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي هغوى به له نعمتونو ډكو جنتو كې وي.
22:57 او هغوى چې كافر شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي نو د دوى لپاره به سپكوونكى عذاب وي.
22:58 او هغو كسانو چې د الله په لار كې هجرت كړى بيا وژل شوي يا مړه شوي دي نو الله به خامخا غوره روزي وركړي او بې شكه هماغه الله ډېر ښه روزي وركوونكى دى.
22:59 خامخا به يې داسې ځاى ته ننباسي چې هغوى ورباندې خوښ شي او الله خامخا ډېر پوه زغم والا دى.
22:60 دا (زیری یقېني دی)، او څوک چې بدل واخلي هماغسې لكه چې هغه سره شوي، بيا (نور) ظلم پرې وشي نو الله به يې خامخا مرسته وكړي، الله يقيناً ډېر تېرېدونكى بخښونكى دى.
22:61 دا ځكه چې الله شپه په ورځ كې ورننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دا چې الله بې شكه ښه اورېدونكى ليدونكى دى.
22:62 دا په دې چې هماغه الله حق او څه چې هغوى يې الله نه پرته وربولي هغه باطل دي او يوازې الله اوچت (برلاسى) او لوى دى.
22:63 آيا ته نه ګورې چې الله له آسمانه اوبه را وروي نو ځمكه تكه شنه شي بې شكه الله مهربان او ښه خبردار دى.
22:64 په آسمانونو او ځمكه كې (ټول) شته هغه لره دي او بې شكه هماغه الله بى پروا او ستايل شوى دى.