>

د رواد د ژباړې مرکز — 337

22:39 هغو خلكو ته اجازه وركړل شوه چې جګړه ورسره كيږي، ځكه چې دوى سره ظلم شوى او يقيناً الله يې په مرسته كولو قدرت لرونکی دى.

22:40 هغوى چې په ناحقه له خپلو كورونو واېستل شول، يوازې په دې خبره چې دوى وايي: (زموږ رب الله دى) او كه الله خلک يو د بل په وسيله نه ايسارولى نو خامخا به نړول شوې وې خانقاګانې (د راهبانو)، كليساوې (د عیسویانو)، صلوات (د یهودو عبادت ځايونه) او جوماتونه (د مسلمانانو) چې په هغو كې د الله نوم ډېر ياديږي او الله به خامخا له هغه چا سره مرسته كوي چې د هغه مرسته كوي، بې شكه الله زورور او برلاسى دى.

22:41 دوى هغه خلک دي چې كه موږ په ځمكه كې قدرت وركړو، لمونځ ودروی (ترسره كوي)، زكات وركوي، د نېكۍ امر كوي او له بديو نه ايسارول كوي، او د ټولو چارو خاتمه الله لره ده.

22:42 او كه هغوى دې دروغجن ګڼي نو له دوى مخكې د نوح قوم، عاديانو او ثموديانو هم (خپل رسولان دروغجن) ګڼلي وو.

22:43 او قوم د ابراهیم -علیه السلام- او قوم د لوط -علیه السلام-.

22:44 او (همدارنګه) د مدين خلک، او موسىٰ -علیه السلام- هم دروغجن وګڼلى شو نو كافرانو ته مې مهلت وركړو او بيا مې راونيول نو (ګوره) زما عذاب څنګه و؟

22:45 نو څومره كلي دي چې هغه موږ تباه كړي دي په داسې حال كې چې هغوى ظالمان وو نو (اوس) هغه په خپلو چتونو پراته دي او څومره كوهيان شاړ او څومره دنګې ماڼۍ كنډواله شوې دي؟

22:46 اّيا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې بيا يې زړونه داسې وي چې پوهېدلى ورباندې، يا غوږونه داسې چې اورېدلى يې ورباندې نو خبره دا ده چې سترګې نه ړنديږي، خو هغه زړونه ړنديږي چې په سينو كې دي.