د رواد د ژباړې مرکز — 335
22:24 او هغوى ته د سپېڅلې خبرې لارښوونه شوې وه او د ستايل شوي (الله) لارې ته ور سم كړى شوي وو.
22:25 بې شكه كوم كسان چې كافر شوي او د الله له لارې او هغه مسجد حرام نه ايسارول كوي چې موږ هغه د (ټولو) خلكو (د عبادت ځاى) ګرځولى، هغه چې په هغه كې اوسېدونكي او له بهره راتلونكى يو برابر دي، او څوک چې په هغه كې په ظلم سره بې لاريتوب وغواړي، هغه ته به دردناک عذاب وروڅكو.
22:26 او كله چې موږ ابراهيم ته د بيت الله ځاى وټاكلو چې له ما سره هېڅ شى مه شريكوه، او زما كور طواف كوونكو، قيام كوونكو، ركوع او سجده كوونكو لپاره پاک كړه.
22:27 او په خلكو كې د حج اعلان (غږ) وكړه چې له هرې لرې لارې نه پلي او په هر (ډول) ډنګر اوښ سپاره درته راشي.
22:28 تر څو هغوى خپلو ګټو ته راحاضر شي او په څو ټاكلو ورځو كې پر هغو څارويو د الله نوم ياد كړي چې ور روزي كړي يې دي، نو له هغو نه تاسو هم وخورئ او په تنګلاسي فقير يې هم وخورئ.
22:29 بيا دې هغوى خپلې خيرې ايسته كړي، خپل نذرونه دې پوره كړي او د دې لرغوني كور طواف دې وكړي.
22:30 دا وشوه، او هر څوک چې د الله د حكمونو درناوى وكړي نو د الله پر وړاندې دا د هغه لپاره غوره ده، او ستاسي لپاره څاروي حلال ګرځول شوي، پرته له هغو چې (حرمت يې) پر تاسو لوستل كيږي، نو د بتانو له پليتۍ څخه ځان وساتئ او له دروغ خبرې څخه ډډه وكړئ.