>

د رواد د ژباړې مرکز — 328

21:73 او هغوی مو داسې امامان وګرځول چې زموږ په امر سره يې لارښوونه كوله، او د ښو چارو او لمانځه ترسره كولو او زكات وركولو وحى مو ورته وكړه، او هغوى (خاص) زموږ لمانځونكي وو.

21:74 او لوط -علیه السلام- ته مو (هم) حكم (نبوت) او پوهه وركړې وه، او له هغه كلي مو وژغولو چې بدكاري يې كوله، رښتيا چې هغوى يو ناوړه فاسق قوم و.

21:75 او هغه (لوط) مو په خپل رحمت كې داخل كړ، يقيناً هغه له نېكانو څخه و.

21:76 او نوح -عليه السلام- (ياد كړه) چې لا مخكې يې غږ (راته) كړى و، نو موږ يې دعا قبوله كړه، او دی او د ده كورنۍ مو له لوى كړاو څخه وژغورل.

21:77 او موږ د هغه قوم په مقابل كې د ده مرسته وكړه چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي وو، بې شكه هغوى ناوړه خلک وو نو ټول مو غرق كړل.

21:78 او داود او سليمان -علیهما السلام- (درياد كړه) چې كله يې د يو كښت په هكله فيصله كوله، كوم کې چې د يو قوم پسونه د شپې ګډ شوي وو، او موږ د هغوى فيصلې ته حاضر و.

21:79 نو په هغې مو سليمان -علیه السلام- وپوهوه، او دوى هر يوه ته مو حكم او پوهه وركړې وه، او له داود سره مو غرونه او مرغان هم تابع كړي و چې تسبيح به يې ويله، او موږ د دې كاركوونكي و.

21:80 او هغه ته مو ستاسي لپاره د زغرو جوړول ورزده كړي و چې تاسو له خپله جنګه وساتي، نو آيا تاسو شكر وېستونكي ياست؟

21:81 او سليمان -علیه السلام- ته مو توند باد تابع كړى و چې د ده په امر به هغې زمكې ته روان و چې بركت مو پكې ايښى و او موږ په هر څه پوه يو.