>

د رواد د ژباړې مرکز — 322

21:1 نږدې شوی خلکو ته حساب د هغوی او دوی په غفلت کې، مخ ګرځوونکي دي.

21:2 او نه راځي دوی ته هېڅ نصېحت د دوی د رب له طرفه چې نوي وي د هغه راتلل، مګر دوی ورته غوږ نیسي په داسې حال کې چې لوبې کوي.

21:3 مشغول وي د هغوی زړونه (په نورو خبرو)، او پټې مشورې وکړې ظالمانو خلکو، (او وایي) نه دی دا مګر ستاسي په څېر یو بنده دی، آیا راتلل کوئ تاسي جادو ته او حال دا دی چې تاسي پوهه یاستئ.

21:4 وویل (پېغمبر) رب زما عالم دی پر هره وینا په آسمان کې وي او که په ځمکه کې، او هغه هر څه اوري په هر څه پوه دی.

21:5 بلکې دوی ویلي وو: دا ګډوډ خوبونه دي، بلکې دا یې د ځانه جوړ کړي، بلکې دا شاعر دی؛ پس رادې وړي موږ ته یوه معجزه (چې موږ یې غواړو) په شان د هغو (معجزو) چې لېږل شوي وو (په هغو سره) پخواني رسولان.

21:6 اېمان نه دی راوړی د دوی نه مخکې کلیو والا کوم چې موږ هلاک کړي، نو آیا دوی به اېمان راوړي؟

21:7 او نه دي لیږلي موږ تانه مخکې مګر سړي (پېغمبران) چې وحې مو ورته کوله، نو پوښتنه وکړئ د علم والاو نه که چیرته تاسي نه پوهیږئ.

21:8 او نه وو ګرځولي موږ (دغه پخواني رسولان) داسې جسدونه چې نه يې طعام خوړلو، او نه وو دوی تل پاتې کیدونکي.

21:9 بیا مو هغو (رسولانو) سره وعده رښتیا کړه، نو بچ کړل موږ دوی او هغه څوک چې موږ غوښتل، او هلاک کړل موږ د حده تیرېدونکي خلک.

21:10 یقېنا نازل کړی موږ تاسي ته یو کتاب چې په هغه کې ستاسي نصېحت دی، ولې د عقل نه کار نه اخلئ؟