>

د رواد د ژباړې مرکز — 320

20:114 نو هماغه اوچت الله رښتينى باچا دی، او په قرآن (لوستلو) كې بيړه مه كوه، له هغه مخكى چې تاته يې وحى پوره شوې نه وي او (دا) وايه چې زما ربه! زما علم نور هم زيات كړې.

20:115 او په تحقیق سره موږ آدم ته يو حكم كړى و له دې مخكې، خو هېر يې كړ او په هغه كې مو ټينـګتيا ونه مونده.

20:116 او كله چې موږ ملايكو ته وويل: آدم ته سجده وكړئ! نو ټولو سجده وكړه، پرته له ابليس، هغه انكار وكړ.

20:117 نو موږ وويل: ای آدمه! دا ستا او ستا د مېرمنې دښمن دى، نو (ګوره چې) له جنته مو را ونه باسي بيا به (ډېر) وكړېږې.

20:118 (اوس خو) تا لره بې شكه دا حال دى چې نه پكې (جنت کې) وږى كيږې او نه بربنډېږې.

20:119 او نه تږى كيږې پكې او نه دې ګرمي كيږي.

20:120 خو شيطان هغه ته وسوسه ورواچوله وېلې اې آدمه! د همېشني ژوند او نه ختمېدونكې پاچاهۍ ونه دروښيم؟

20:121 بيا دواړو له هغې (ونې) وخوړل نو (سمدلاسه) يې يو بل ته عورتونه ښكاره شول، او په هغو پورې د جنت د پاڼو په نښلولو لګيا شول، او نافرماني وکړه آدم د خپل رب (له حکم څخه) او له سمې لارې واوښت.

20:122 خو رب يې هغه بيا غوره كړ، توبه يې ورقبوله كړه او هغه ته يې لارښوونه وكړه.

20:123 او (الله) وفرمايل: دواړه (ډلې، شيطان او انسان) ټول ترې كوز شئ، تاسي به يو د بل دښمنان ياست، نو چې زما له خوا څه لارښوونه درشي نو چا چې زما د لارښوونې متابعت وكړ، هغه به نه بې لارې او نه بدبخته شي.

20:124 او څوک چې زما له ذكره مخ واړوي، هغه لپاره تنـګ ژوند دى او د قيامت په ورځ به يې ړوند راپاڅوو.

20:125 بيا به وايي زما ربه ولې دې ړوند راپاڅولم زه خو سترګور وم.