د رواد د ژباړې مرکز — 302
18:75 هغه وويل: ما نه وو درته ويلي چې ته ما سره صبر نه شې كولاى.
18:76 موسىٰ -علیه السلام- وويل: كه له دې وروسته مې په څه كې وپوښتلې نو بيا مې مه ملګرى كوه، اوس خو زما له خوا عذر درته ورسېدلې.
18:77 بيا روان شول، تر دې چې د يوه كلي خلكو ته ورسېدل، او د هغه ځاى له خلكو يې خواړه وغوښتل خو هغوى يې له مېلمه كولو ډډه وكړه، بيا يې (هلته) يو دېوال پكې وليد چې غورځېدو ته چمتو و، نو هغه يې نېغ كړ، (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: كه تا غوښتي واى، په دې به دې مزدوري اخيستې وه.
18:78 (خضر -عليه السلام-) ووېل: همدا زما او ستا ترمنځ بېلتون دى، اوس به دې د هغو خبرو په حقيقت خبر كړم چې تا صبر نه شو پرې كولاى.
18:79 هر چې بېړۍ (کښتۍ) ده، نو د څو كسو مسكينانو وه چې په سمندر كې يې كار كولو نو ما وغوښتل چې عيب جنه يې كړم او ترې وړاندې يو پاچا و چې هره بېړۍ به يې په زور اخيستله.
18:80 او هر چې هلک و، نو مور او پلار يې مومنان وو، موږ پرې وډارېدو چې (هسې به مور او پلار) سركښۍ او كفر ته ورټېل وهي.
18:81 نو ومو غوښتل چې رب يې په بدل كې له هغه ډېر پاک او په صله رحمۍ كې لا ښه اولاد وركړي.
18:82 او هر چې دېوال دی، نو هغه د دوو يتيمانو دی په دې ښار كې، چې تر لاندې د هغوى خزانه ده او د دوى پلار يو ښه سړى و، نو ستا رب وغوښتل چې (كله) دوى ځوانۍ ته ورسيږي نو خپله خزانه به راوباسي، دا ستا د رب په رحمت سره (شوي دي) او ماله ځانه څه نه دي كړي، دا و د هغو كارونو حقيقت چې تا پرې صبر ونه شو كړاى.
18:83 او له تانه د ذوالقرنين په هكله پوښتنه کوي، ورته وايه زه به يې څه حال درته واوروم.