د رواد د ژباړې مرکز — 3
2:6 بې له شکه هغه (خاص) کسان چې کافران شوي دي، هغوی ته یوشان ده که هغوی ته (ای پیغمبره) ووېروې او که یې ونه وېروې، هغوی ایمان نه راوړي.
2:7 الله مهر لګولې دی د دوی پر زړونو او غوږونو او د دوی پر سترګو (یوه ځانګړې) پرده ده او دوی لره ډېر لوی عذاب دی.
2:8 او یوه ډله له خلکو هغه ده چې وایي موږ په الله او وروستۍ (قیامت) ورځ ایمان راوړی، په داسې حال کې چې دوی مؤمنان نه دي.
2:9 دوی (په خپل ګمان) له الله او له هغو کسانو سره چې ایمان يې راوړی دی ټګي کوي، په داسې حال کې چې نه کوي ټګي دوی مګر له خپلو ځانونو سره، او دوی شعور نه لري. (نه پوهیږي چې ضرر يې هم دوی ته رسېږي).
2:10 د دوی په زړونو کې ناروغي (د شک او نفاق مرض) دی، نو الله د دوی ناروغي زیاته کړه او (مقرر) دی دوی لپاره ډېر دردناک عذاب په سبب د دې چې دوی به دروغ ویل (په اظهار د ایمان سره).
2:11 او کله چې دوی (منافقانو) ته وویل شي چې په زمکه کې فساد مکوئ، نو دوی وايي، بې شکه خبره داده چې موږ خو اصلاح کوونکي یو.
2:12 خبردار اوسئ بې شکه همدوی فساد کوونکي دي مګر دوی شعور نه لري (په خپل فساد نه پوهېږي).
2:13 او کله چې دوی ته وویل شي چې ایمان راوړئ، لکه چې نورو خلکو ایمان راوړی دی، نو دوی وايي آیا موږ داسې ایمان راوړو لکه څنګه چې ناپوهانو (ایمان) راوړی دی؟ خبردار اوسئ بې شکه همدوی ناپوهان دي خو دوی (په خپله ناپوهۍ) نه پوهېږي.
2:14 او کله چې ملاقات وکړي (منافقان) له هغو کسانو سره چې ایمان يې راوړی دی نو وايي: موږ هم ایمان راوړی دی. او کله چې خپلو (مشرانو) شیطانانو سره یوازې شي، نو دوی (بیا) وايي: بې شکه موږ له تاسو سره یو. بیشکه هم دا خبره ده چې مونږ مسخرې (ټوکې) کوونکي یو (په مؤمنانو پورې).
2:15 الله تعالی پر دوی مسخرې (ملنډې) وهي او دوی ته مهلت ورکوي چې په سرکښۍ کې به سرګردان (حیران) وي.
2:16 دوی هغه کسان دي چې ګمراهي یې د هدایت په بدل کې پېرلې (اخیستې) ده، نو هیڅ ګټه (فائده) ونه کړه سوداګرۍ د دوی او نه وو دوی لارموندونکي (حق ته).