د رواد د ژباړې مرکز — 293
17:105 او په حقه مو نازل كړى او په حقه نازل شوى او ته مو له زېري وركونكي او وېرونكي پرته بل څه نه يې لېږلى.
17:106 او قرآن مو بېل بېل كړ چې وخت پر وخت يې په خلكو ولولې او هغه مو كرار كرار نازل كړ.
17:107 ورته وايه چې كه تاسو يې منئ يا يې نه منئ خو له دې مخكې چې چاته علم وركړى شوى، كله چې دا پر هغو لوستل كيږي نو پړمخې په سجده پرېوځي.
17:108 او وايي زموږ رب لره پاكي ده، بې شكه زموږ د رب وعده ترسره كېدونكې ده.
17:109 او پړمخې پرېوځي، ژاړي او عاجزي يې لاپسې زياتيږي.
17:110 ورته ووايه: الله راوبولئ يا رحمن، هر يو چې رابلئ نو د هغه ډېر ښه نومونه دي، او لمونځ دې مه په لوړ اواز كوه او مه په ډېر ټيټ، بلكې د دې ترمنځ يوه (منځنۍ) لار ونيسه.
17:111 او وايه: هغه الله لره ستاينه ده چې نه يې څوک زوى نيولى، نه يې په باچاهۍ كې څوک شريک شته او نه يې د بې وسۍ له امله څوک ملاتړ شته، او د هغه لويي وايه، بشپړه لويي.
18:1 ثنا ستاينه الله ته ده چې پر خپل بنده دغه كتاب نازل كړ او په هغه كې يې كوم كوږوالى پرېنښود.
18:2 سم برابر دى، تر څو (خلک) د هغه (الله) له سخت عذاب څخه ووېروي، او هغو مومنانو ته چې سم كارونه كوي، زېرى وركړي چې يقيناً دوى لره ډېره ښه بدله (د جنت) ده.
18:3 په هغه كې به تر تله پاتې کېدونكي وي.
18:4 او هغه كسان هم ووېروي چې وايي: الله زوى نیولی.