>

د رواد د ژباړې مرکز — 29

2:187 تاسي لپاره د روژې په شپو كې خپلو مېرمنو سره يو ځاى كېدل (جماع کول) حلال کړل شوي دي، هغوی ستاسي جامې (لباس) دي او تاسي د هغوی لباس یاست، الله ته څرګنده ده چې تاسي په پټه له خپلو ځانونو سره خيانت کوئ؛ پس ستاسي له ګناه نه تېر شو او ویې بخښلئ، نو اوس له خپلو ښځو سره یوځای کېږئ (د روژی په شپو کې) او له الله نه هغه څه وغواړئ چې تاسي ته یې لیکلي دي. خورئ، څښئ تر هغه وخته چې د شپې د تروږمۍ له تورې ليكې نه مو (د سهار) سپینه کرښه (خط) تر سترګو شي. بیا تر شپې پورې خپله روژه بشپړه (پوره) کړئ او کله چې په جوماتونو کې اعتکاف کوئ نو (بیا) خپلو ښځو ته مه نږدې کېږئ (په جماع سره). دا احکام او حدود د الله تعالی دي، نو دې ته مه نږدې کېږئ (چې هغه مات کړئ) هم داسې (لکه چې دا یې درته بیان کړل) بیانوي الله تعالی خپل آیتونه د خلکو لپاره تر څو دوی تقوا غوره کړي.

2:188 او تاسي په خپلو كې يو د بل مال په ناروا توګه مه خورئ او مه حاکمانو ته دا مال د دې لپاره ورکوئ چې ستاسي یوه ډله په ناروا سره د خلکو مالونه وخوري، سره له دې چې تاسي پوهېږئ (چې دا ظلم دی).

2:189 خلك له تا څخه (اې پیغمبره!) د نویو میاشتو (سپوږمۍ د نرۍ كېدو او غټېډو) په اړه پوښتنه كوي، ته دوی ته ووایه: چې دا د خلكو لپاره د نېټې (تاریخونو) او د حج نښانې دي او نېکي دا نه ده چې تاسې خپلو کورونو ته د شا له لوري راشئ، بلکې نېکي داده چې (له الله تعالی څخه) و وېرېږئ او خپلو کورونو ته د دروازو له لورې راشئ، نو له الله وېره وکړئ، کېدای شئ چې بریالي شئ.

2:190 او (اې مؤمنانو!) د الله تعالی په لار کې وجنګېږئ له هغو کسانو سره چې له تاسي سره جګړه کوي، او تېرى مه كوئ، ځکه چې الله تېري كوونكي نه خوښوي.