>

د رواد د ژباړې مرکز — 283

17:8 ښايي رب مو اوس رحم درباندې وكړي او كه بېرته (فساد ته) وګرځېدئ موږ به هم (ستاسو عذاب ته) در وګرځو او كافرانو ته مو جهنم بندي خانه ګرځولې ده.

17:9 يقيناً دا قرآن هغې لارې ته ښوونه كوي چې سمه سيده ده، او هغو مومنانو ته چې سم كارونه كوي دا زېرى وركوي چې بې شكه د دوى لپاره لويه بدله ده.

17:10 او دا چې كوم خلک په آخرت باور نه كوي هغوی ته مو دردناک عذاب چمتو كړيدى.

17:11 انسان په هغه شان بدي غواړي څرنګه چې د خير غوښتل یې دي، انسان ډېر تلوار كوونكى دى.

17:12 (ګورئ!) شپه او ورځ مو دوه نښانې ګرځولې دي، د شپې نښانه مو بې نوره وګرځوله او دورځې نښانه مو روښانه كړه، تر څو تاسي د خپل رب فضل ولټولى شئ او د مياشتو كلونو حساب معلوم كړاى شئ، په دغه ډول موږ هر شى په تفصيل سره يو له بله بېل كړيدی.

17:13 او د هر انسان بخت (تالې) مو خپله د هغه په غاړه كې زوړندې كړې دي او د قيامت په ورځ خو به هغه ته يو ليک راوباسو چې (تيار) پرانيستى به يې ومومي.

17:14 (ورته به وویل شي) ولوله خپله عمل نامه؛ نن د خپلې محاسبې لپاره ته په خپله كافي يې.

17:15 څوک چى سمه لاره ونيسي نو هغه په نېغه لار سميږي صرف د ځان لپاره او څوک چې بې لارې شو نو هم د خپل ځان پر ضرر بې لارى شو، او هېڅ پېټى وړونكى به د بل پېټى وانخلي، او موږ هم تر هغو څوک نه عذابوو چې كوم رسول مو نه وي ورلېږلى.

17:16 او كله چې غواړو كوم كلى تباه كړو نو بډايانو ته يې امر كوو نو بيا هغوى پكې سرغړونې پيل كړي نو خبره پرې ثابته شي بيا يې سم (بشپړ) تباه كړو.

17:17 او له نوح (علیه السلام) وروسته مو څومره نسلونه تباه كړي دى؟ او يوازې ستا رب د خپلو بندګانو په ګناهونو د باخبره ليدونكي په توګه بس دى.