د رواد د ژباړې مرکز — 280
16:111 هغه ورځ چې هر ساكښ به راځي او د خپل ځان لپاره به جګړه كوي او هر چاته به د خپل عمل پوره بدله وركړل شي او په دوى به (هېڅ) ظلم نه كيږي.
16:112 او الله د يو كلي مثال بيانوي چې بې غمه ډاډه پروت و، او له هر لوري پرېمانه روزي ورته راتله خو بيا يې د الله د نعمتونو ناشكري وكړه نو الله د لوږې او ډار خوند وروڅكلو د هغو عملونو په وجه چې دوى به كول.
16:113 او دوى ته له خپل قوم څخه يو رسول هم ورغلى و خو دروغجن يې وګڼلو نو عذاب راګير كړل په داسې حال کې چې دوى ظالمان وو.
16:114 نو له هغه څه نه چې الله در روزي كړي دي حلال پاک شيان خورئ، كه چېرې تاسو د هغه (رښتینی) عبادت كوئ.
16:115 هغه خو پر تاسو یوازې مرداره، وينه، د خنزير غوښه او هغه څه حرام كړي چې د غير الله نوم پرې اخيستل شوى وي. نو كه څوک مجبور شو نو چى سركښي او زياتى كوونكى نه وي نو بيا الله بخښونكى مهربان دى.
16:116 او هغه څه ته چې خپله يې ستاسو ژبې په دروغو بيانوي دا حلال او دا حرام مه واياست چې په الله پورې دروغ تړئ، يقيناً هغوى چې الله پورې دروغ تړي (هېڅكله) نه بريالي كيږي.
16:117 دا لږه ګټه اخيستنه ده، بيا به د دوى لپاره دردناک عذاب دى.
16:118 او (خاص) پر يهودو مو هغه څه حرام كړي چې مخكې مو درته بيان كړي دي، او موږ خو څه ظلم نه دى پرې كړى، خپله دوى پر ځانو ظلم كولو.