د رواد د ژباړې مرکز — 28
2:182 نو کله چې څوک له وصیت کوونکی څخه وېره لري د ظلم (په خطا سره) یا د ګناه (په قصد سره) او د دوی (د موصي او موصی له) تر مینځ سوله وکړي، نو پر هغه هیڅ ګناه نه شته، بېشکه الله ښه بښوونکی او پوره رحم کوونکی دی.
2:183 اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسې روژه فرض کړی شوې ده لکه څنګه چې ستاسي پر پخوانیو فرض کړی شوې وه، د دې لپاره چې تاسي پرهېزګاران شئ.
2:184 د شمېرل شویو ورځو روژې دي، پس چې څوک له تاسي څخه ناروغه او یا په سفر کې وي (او روژه وخوري) نو په نورو ورځو كې دې همدغه شمېر پوره كړي. او په هغو کسانو باندې چې د روژې نیولو توان لري (او روژه نه نیسي) فدیه ورکول دي (چې) د یوه مسکین خواړه (د یوې روژې برابر دي). او څوك چې په خپله خوښه زياته نيكي وكړي؛ نو دا د هغه لپاره غوره ده؛ خو كه تاسي (د روژې په فضیلت) پوهېږئ، نو ستاسي لپاره غوره همدا ده چې روژه ونيسئ.
2:185 روژه هغه میاشت ده چې قرآن په کې نازل کړی شوی دی، چې د خلکو لپاره هدایت او ښکاره دلیلونه دي (له جنسه د هغو شیانو) چې هغه لار ښایي او بېلوونکی د حق او باطل دی. نو هر څوک له تاسي (مکلفینو) څخه چې دا میاشت ومومي، نو هرومرو دې د دې (رمضان) روژه ونیسي او هغه څوک چې ناروغ یا مسافر وي، نو هغه دې په نورو ورځو كې د روژو شمېر پوره كړي، الله پر تاسې اسانتيا راوستل غواړي، سختي راوستل نه غواړي، او لپاره د دې چې پوره کړئ (تاسي په قضا سره) شمار (د روژې د میاشتې) او چې الله په لویۍ سره یاد کړئ په دې چې هدایت يې تاسي ته کړی دی او (د الله) شکر وباسئ.
2:186 او کله چې (اې محمده) له تا څخه زما بنده ګان زما په هکله پوښتنه وکړي، نو بېشکه چې زه نږدې یم (دوی ته په علم او اجابت سره)، زه د غوښتونکي سوال قبلوم چې کله ما وبلي، نو هغوی ته هم ښايي چې زما بلنه (احکام) ومني او پرما ټینګ ایمان راوړي، کېدای شي چې سمه لاره ومومي.