>

د رواد د ژباړې مرکز — 271

16:35 او چا چې شرک كړى وايي چې كه الله نه واى غوښتي نه به موږ له هغه پرته څه شى لمانځلی و، نه زموږ پلرونو او نه به مو د هغه له حكمه پرته كوم شى حرام كړى و، له دوى مخكنيو هم دغه شان كول، نو آيا په رسولانو باندې پرته له ښكاره تبليغه نور څه شته؟

16:36 او موږ هر ولس ته يو رسول ولېږه چې الله ولمانځئ او له باطلو معبودانو ځان وساتئ، نو بيا له هغو نه چاته الله سمه لار وښوده، او ځينى يې هغه و چې بې لاريتوب پرې مسلط شو، نو وګرځئ په ځمكه كې او وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه شو؟

16:37 كه ته د هغوى لار موندنې ته (هر څومره) حرص هم كوې خو الله هغه چاته هدايت نه كوي چې بې لارې كوي يې، او هغوى لره به څوک مرستندوى نه وي.

16:38 او دوى په الله كلک كلک قسمونه وكړل چې بيا به الله هغه يو هم راژوندى نه كړي چې مړ كيږي، ولې نه، دا خو يوه ژمنه ده چې هغه پر ځان منلې، خو زياتره خلک نه پوهيږي.

16:39 دې لپاره چې الله هغه څه ورته څرګند كړي چې دوى پكې اختلاف كوي، او كافرانو ته معلومه شي چې بې شكه دوى دروغجن وو.

16:40 زموږ وينا خو چې كله د يو شي اراده وكړو، بس چې ورته وايو: شه نو هغه كيږي.

16:41 او هغوى چې د الله په لار كې هجرت كړى وروسته له هغه چې ظلم ورباندې شوى، نو خامخا به دنيا كې هم ښه ځاى وركړو او د آخرت بدله خو ډېره لويه ده، كه چېري دوى پوهېدلاى.

16:42 هغوى چې صبر يې كړى او په خپل رب بروسه كوي.