د رواد د ژباړې مرکز — 270
16:27 بيا به يې د قيامت په ورځ (نور هم) سپكوي، ورته وايي به چې زما هغه شريكان چېرې دي چې تاسو يې په هكله (مسلمانانو سره) جګړې كولې؟ چاته چې علم وركړى شوى هغوى به وايي: بې شكه چې رسوايي او بدي نن ورځ په همدغو كافرانو ده.
16:28 هغوى چې پر خپلو ځانو ظالمان وو نو كله چې یې ملايكې سا اخلي، دوى به سمدلاسه روغه جوړه وړانداې كړي، چې موږ خو هېڅ بد نه كول، ولې نه! يقيناً الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو به كول.
16:29 نو (اوس) د جهنم په دروازو ورننوځئ تلپاتې په هغه كې، د كبرجنو استوګنځى نو خامخا ډېر ناكاره دى.
16:30 او (بل لور ته) چا چې نيكي وكړه، هغوى لپاره په دې دنيا هم ښېګڼه ده او د آخرت كور خو حتماً لا غوره دى، او ډېر ښه كور د ځان ساتونكو (له ګناه) دى.
16:31 د تل اوسېدو باغونه چې دوى به ورننوځي، ترې لاندې به ويالې بهيږي هلته به دوى لره هر هغه څه وي چې غواړي يې، الله متقيانو ته همدغه شان بدله وركوي.
16:32 هغوى چې پاک دي، كله چې ملايكې يې سا اخلي ورته وايي: پر تاسو دې سلام وي، (ځئ) جنت ته ننوځئ، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول.
16:33 آيا (اوس) دوى له دې پرته د بل څه انتظار كوي چې يا ملايكې ورته راشي او يا ستا د رب پرېکړه ورته راشي؟ له دوى ړومبنيو خلكو هم دغه شان كړي دي، او الله پر هغوى ظلم نه و كړى، ظلم خو دوى خپله پر ځانو كولو.
16:34 نو بيا دوى ته هم د خپلو کړنو شر ورسېد، او هغه څه ترى چاپېر شول چې (پخوا) به يې ملنډې پرې كولې.