>

د رواد د ژباړې مرکز — 264

15:32 پروردګار پوښتنه وكړه: اى ابليسه! پر تا څه وشول چې تا له سجده كوونكو سره ملګرتيا ونه كړه؟

15:33 و ویل (ابلیس) چې نه یم زه چې سجده دې وکړم بنده ته چې تا جوړ کړی د کړنګارې کوونکي تورې زړې خټې نه.

15:34 وفرمایل (الله تعالی) پس ووځه له هغه (جنته)، یقینا ته یې رټلی شوی.

15:35 او بی شکه پر تا باندې (ای شیطانه) لعنت دی د جزا تر ورځې پورې.

15:36 وويل (ابليس): اى ربه زما! پس مهلت راكړه ما ته تر هغي ورځې پورې چې پورته كولی شي مړي (له قبرونو نه).

15:37 وفرمایل (الله تعالی) پس بي شكه ته (اى ابليسه) له مهلت وركړل شويو څخه يې.

15:38 د ټاكلي وخت تر ورځې.

15:39 هغه وويل: زما پروردګاره! څنګه چې تا زه بې لارې كړم په هماغه شان به اوس زه په ځمكه كې د دوى لپاره د غولوونكو وسايلو په وړاندې كولو دوى ټول بې لارې كړم.

15:40 مګر له دوی څخه ستا هغه بندګان چې بچ پاتي کړی شوي.

15:41 ويې فرمايل: دا هغه لاره ده چې سمه نیغه ماته رارسېدلې ده.

15:42 بې شکه زما پر خاصو بندګانو ستا واک نشته، مګر هغه څوک چې ستا تابعداري وکړي د بې لارې شویو څخه.

15:43 او بیشکه چې جهنم (دوزخ) خامخا ځای د وعدی د دغو (ستا د پېروانو) دی د ټولو.

15:44 چې دې (دوزخ) لره اوه دروازې دي او د هرې دروازې لپاره د دې خلکو نه برخه ده تقسیم کړی شوې.

15:45 یقینا پرهیزګاران خلک به وي په جنتونو او چینو کې.

15:46 (ویلی کیږي به دوی ته) ننوځئ دې جنتونو ته په سلامتۍ سره په داسې حال کې چې په امن به یاستئ.

15:47 او وبه باسو (لرې به کړو) هر هغه حسد چې د دې په سینو کې و، ورونه ورونه به وي او په تختونو به وي یو بل ته مخامخ.

15:48 نه به رسیږي دغه (جنتیانو) ته په دغه (جنت) کې هیڅ ستړې والی او نه به دوی د هغه نه ویستلی کیږي.

15:49 خبر ورکړه (ای پیغمبره!) زما بندګانو لره چې زه یم بخښنه کوونکی رحم کوونکی.

15:50 او (بله دا چې) بې شکه عذاب زما هم دی دردناک عذاب.

15:51 او خبر ورکړه دوی ته په باره د میلمنو د ابراهیم -علیه السلام- کې.