>

د رواد د ژباړې مرکز — 263

15:16 او بې شکه په اسمان كې موږ ډير پاخه برجونه جوړ كړي او هغه مو د نندارچيانو لپاره ښايسته كړيدي.

15:17 او له هر رټل شوي شيطان څخه مو هغه خوندي ساتلي دی.

15:18 مګر هغه څوک چې په غلا غوږ ونیسي، نو بیا هم يوه روښانه پلوشه ورپسې شي.

15:19 او موږ ځمكه غوړولې، په هغې كې مو غرونه نصب كړي، په هغې كې مو هر ډول شينکي په ټاكلې تللې اندازه راټوكولي.

15:20 او پیدا کړي مو دي تاسي ته په دغه (ځمکه) کې (اسباب د) ژوند او هغه چا لره چې نه ياست تاسي هغوی ته رزق روزي ورکوونکي.

15:21 هېڅ څه شی نشته چې د هغه زيرمې له موږ سره نه وي، او موږ چې هر شى نازلوو په يوه ټاكلې اندازه يې نازلوو.

15:22 موږ بارداروونكى بادونه ليږو، بيا له اسمانه اوبه وروو او په هغو اوبو سره تاسي خړوبه كوو، د دې (زېرمې) خزانه داران تاسي نه ياست.

15:23 ژوند او مرګ موږ وركوو، او همدا موږ د ټولو وارثان يو.

15:24 له تاسي نه مخكې چې كوم خلك تېر شويدي پر هغوى هم موږ علم لرو او وروسته راتلونكي هم موږ ته معلوم دي.

15:25 او یقینا ستا رب به راجمع کوي دې خلکو لره، او یقینا ستا رب حکمت والا، پوه دی.

15:26 او یقینا پیدا کړی موږ (اولنی) انسان د کړنګاري کوونکی له تورې زړې خټې نه.

15:27 او جان (د پیریانو پلار) موږ پیدا کړی دی پخوا له (ادم علیه السلام) له ګرم بې لوګي اور څخه.

15:28 او (یاد کړه) کله چې وویل ستا رب ملایکو ته یقینا زه جوړوم یو بنده د کړنګاری کوونکې تورې زړې خټې نه.

15:29 پس كله چې ما هغه برابر كړ او له خپل روح څخه مې پکې ورپو کړ، نو پرېوځئ ورته سجده کوونکي.

15:30 پس سجده وكړه ملائكو ټولو په یو ځل.

15:31 بې له ابليس نه چې هغه د سجده كوونكو له ملګرتيا څخه انكار وكړ.