د رواد د ژباړې مرکز — 261
14:43 نېغ سرونه به (بلونکي لور ته ذلیله) ځغلي، سترګې به يې نه رپيږي، او زړونه به یې تش وي.
14:44 او له هغې ورځې دا خلك ووېروه چې عذاب ورته راځي نو چا چې ظلم كړى وي هغوى به وايي: زموږ ربه! موږ تر يوې لنډې مودې پورې وځنډوه چې ستا بلنه ومنو او د پېغمبرانو پېروي وكړو، (ورته وبه ويل شي) آيا تاسو به قسمونه نه كول چې موږ هيڅ زوال نه لرو.
14:45 او حال دا چې تاسو د هماغو خلكو په كليو كې اوسېدلئ چې پر خپلو ځانو يې ظلم كړى و او (دا هم) درته څرګنده شوه چې موږ له هغوى سره څه وكړل او (ډېر) مثالونه مو درته بيان كړي وو.
14:46 او خامخا هغوى خپلې دسيسې په كار واچولې خو الله سره يې هم د چلونو ځواب و، او چلونه خو يې څه داسې نه وو چې غرونه بې ځايه كړي.
14:47 نو هيڅكله الله د خپلو پېغمبرانو سره د ژمنې ماتوونكى ونه ګڼې، بې شكه الله برلاسى بدل اخيستونكى دى.
14:48 هغه ورځ چې زمكه او اسمانونه به بدل كړى شي او ټول خلك به يو غالب الله ته ورڅرګند حاضر شي.
14:49 او په هغه ورځ به مجرمان ووینې چې په زولنو كې تړل شوي وي.
14:50 كميسونه به يې د تاركولو وي او پر مخونو به يې اور خپرېدونكى وي.
14:51 تر څو هر كس ته الله د خپل عمل بدله وركړي، بې شكه الله زر حساب كوونكى دى.
14:52 دا د ټولو خلكو لپاره يو پيغام دى او د دې لپاره دى چې پرې خبردار كړى شي او په دې پوه شي چې بې شکه معبود يو دى او د عقلونو خاوندان پند واخلي.