>

د رواد د ژباړې مرکز — 259

14:25 چې هر وخت د خپل رب په حكم سره خپلې مېوې راوړي او الله خلكو ته دا مثالونه (ځكه) بيانوي چې ښايي هغوى پند واخلي.

14:26 او د ناولې كلمې مثال د يوې بد ذاتې ونې په شان دى چې د زمكې (له مخ) نه راوېستل شوې او هيڅ کلکوالى يې نه وي.

14:27 الله ايمان راوړونكي هم د دنيا په ژوند كې او هم اّخرت كې په (هماغه) ثابته خبره كلك پاتې كوي او ظالمان (له هغې نه) بې لارې كوي او الله چې څه وغواړي هماغه كوي.

14:28 اّيا هغه خلك دې وليدل چې د الله نعمت يې په ناشكرۍ بدل كړ او خپل قوم يې هم د هلاكت په كور دېره كړ.

14:29 جهنم چې ورننوځي به او ډېر بد استوګنځى دى.

14:30 او الله لره يې څه سيالان وټاكل تر څو د هغه له لارې يې واړوي، ورته ووايه: مزې كوئ، بې شکه ستاسو ورتګ (اّخر) د اور خوا ته دى.

14:31 زما هغو بندګانو ته ووايه چې ايمان يې راوړی دا چې لمونځ دې ترسره كوي او له هغه څه چې موږ ور په برخه كړي پټ او ښكاره لګښت وكړي، له هغه مخكې چې يوه (داسې) ورځ راشي چې نه پكې خرڅلاو وي او نه كومه دوستي.

14:32 الله هماغه ذات دى چې اسمانونه او زمكه يې پيدا كړل او له اسمانه يې اوبه نازلې كړې چې بيا يې په هغو سره ستاسو د روزۍ لپاره هر ډول مېوې راووېستې او ستاسو لپاره يې بېړۍ په كار واچوله چې د هغه په حكم په سمندر كې روانه شي او سيندونه يې (هم) ستاسو لپاره په كار واچول.

14:33 او لمر او سپوږمۍ يې درته په كار لګولي چې له قانون سره سم چليږي او (همدارنګه) شپه او ورځ يې په كار درته لګولي.