د رواد د ژباړې مرکز — 255
13:43 او هغوى چې كافر شوي وايي ته خو پېغمبر نه يې، ورته ووايه: زما او ستاسو تر منځ د شاهد په توګه الله بس دى، او هغه څوك چې هغه سره د كتاب علم دى.
14:1 الر [1]، دا (قراّن) يو كتاب دى چې تا ته مو نازل كړى تر څو خلك د هغوى د رب په اراده له تيارو څخه رڼا ته را وباسې، د ستايل شوي برلاسي الله لارې ته.
14:2 هغه الله چې د اسمانو او زمكې ټول شته هغه لره دي، او كافرانو لره د سخت عذاب تباهي ده.
14:3 هغوى چې پر اخرت باندې د دنيا ژوند خوښوي او د الله لارې نه ايسارول كوي او كوږوالى يې لټوي، هماغه كسان په لرې ګمراهۍ كې دي.
14:4 او هيڅ پېغمبر مو د خپل قوم له ژبې پرته په بله نه دى لېږلى تر څو ښه څرګندونه ورته وكړي، نو بيا چې الله وغواړي څوك بې لارې كوي او چا ته سمه لار ښايي او هماغه حكمت والا برلاسى دى.
14:5 او شك نشته چې موسى مو له خپلو نښو سره لېږلى و، چې قوم دې له تيارو څخه رڼا ته راوباسه او د الله (عبرتناكې) ورځې وريادې كړه، بې شكه په دې (پېښو) كې هر صبرناك شكر وېستونكي لره خامخا (سترې) نښې دي.