>

د رواد د ژباړې مرکز — 25

2:164 بېشکه د آسمانو او زمکې په پیداکولو کې او په اختلاف د شپې او د ورځې کې (چې اوږدیږي، لنډیږي پرله پسې رڼا او تیاره راځي، یخیږي او ګرمیږي) او په بیړیو (کښتیو) هغو کې چې روانې وي په دریاب کې په هغه سره چې فائده رسوي خلکو ته او په هغه څه کې چې نازل کړي دي الله تعالی له (طرفه د) آسمانه له اوبو ځينې نو ژوندۍ (زرغونه) کړې یې ده په هغو (اوبو) سره زمکه وروسته له مرګه (وچوالی) د هغې او خواره کړي یې دي په دې زمکه کې له هر قسمه خوځیدونکو (حیواناتو) څخه، او په ګرځولو (بدلولو) د بادونو کې او په (ودرولو) د هغې وریځې کې چې مسخره کړل شوې ده په مینځ د اسمان او زمکې کې، خامخا دلیلونه دي (په وحدانیت د الله تعالی) لپاره د هغه قوم چې له عقله کار اخلي.

2:165 او ځینې خلک داسې دي چې له الله پرته شریکان (په عبادت کې) نیسي، له هغوی سره داسې مینه کوي لکه څنګه چې له الله سره (مینه لازمه) ده او هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی له الله سره ډېره (بې درېغه) مینه کوي او که ووینې هغه کسان چې ظلم یې کړی دی (په خپلو نفسونو په شرک سره) په هغه وخت کې چې وویني دوی عذاب چې بېشکه ټول قوت خاص الله تعالی لره دی او بېشکه الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی.

2:166 کله چې مشران (چې پرته له الله یې تابعداري کېدله) له خپلو پیروانو (کشرانو) بېزاري څرګنده کړي او دوی عذاب وویني او غوڅ شي په دوی (هغه ټول) سببونه (د خپلولۍ اړیکې).

2:167 او هغه خلك (چې په دنيا كې) پیروان وو، و به وايي چې كاشكې يو ځل بېرته دنيا ته ستانه شوي وای؛ نو څنګه چې نن دوى له موږ بېزاري څرګندوي، نو موږ به هم له دوی څخه بېزاري ښكاره كړې واى، همداسې (لکه چې وښوده الله جل جلاله دوی ته د عذاب سختي او د یوه بل نه بیزاري) وبه ښایي دوی ته الله (ناکاره) عملونه د دوی افسوسونه په دوی باندې او نه به وي دوی هېڅکله (د دوزخ) له اور څخه وتونکي.

2:168 اې خلکو! خورئ تاسې له (ځینو هغو) شیانو څخه چې په زمکه کې دي حلال پاک او د شیطان د قدمونو پیروي مه کوئ (شیطان پسې مه ځئ!) بېشکه چې هغه (شیطان) ستاسې ښکاره دښمن دی.

2:169 بېشکه هغه (شیطان) خو تاسې ته د بدو کړنو او ګناه حکم کوي او تاسې ته د الله تعالی په اړه داسې څه وايي (په الله پورې دروغ خبرې تړي) چې تاسې پرې نه پوهېږئ.