>

د رواد د ژباړې مرکز — 249

13:1 المر [1] ، دا د هغه (الهى) كتاب اّيتونه دي، او څه چې د خپل رب له خوا درته نازل شوي، هغه حق دي خو زياتره خلك باور نه كوي.

13:2 الله هماغه ذات دى چې اسمانونه يې بې ستنو پورته كړي چې تاسو يې (خپله) وینئ، بيا پر (خپل) عرش پورته شو او لمر او سپوږمۍ يې تابع كړي دي، دا ټول تر يوې ټاكلې مودې پورې چليږي او هماغه دا كارونه سمبالوي، هغه په تفصيل سره خپل دلايل بيانوي د دې لپاره چې تاسو له خپل رب سره په مخامخ کېدلو يقين وكړئ.

13:3 او دى هماغه ذات دى چې دا زمكه يې غوړولې ده او غرونه او سيندونه يې پكى پيدا كړي، او د هر ډول مېوو جوړې يې پكې پيدا كړې، په ورځې باندې شپه راخپروي، بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره خامخا نښې دي چې فكر كوي.

13:4 او په زمكه كې يو بل سره نښتې بېلا بېلې سيمې دي، او د انګورو باغونه، كښتونه، او د كجورو ونې چې ځينې له يوه بېخه او ځينې له ځانګړو بيخونو دي چې دا ټولې له يو ډول اوبو خړوبېږي خو په خوراك كې يې ځينې پر ځينو غوره ګرځوو، بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره چې عقل كاروي خامخا سترې نښې دي.

13:5 او كه ته حيرانېږې نو د هغوى لا دا وينا د حيرانتیا وړ ده چې: كله موږ خاورې شو نو اّيا خامخا بېرته نوي پيدا كېږو؟! دوى هغه خلك دي چې په خپل رب كافر شوي او همدوى دي چې د (اور) امېلونه به يې غاړو كې وي او دوى دوزخيان دي چې تل تر تله پكې اوسېدونكې دي.