د رواد د ژباړې مرکز — 24
2:154 او هغو کسانو ته چې د الله په لار (جهاد) کې وژل کېږي، مړه مه وایئ، بلکې هغوی ژوندي دي، خو تاسي (د دوی په ژوند) نه پوهېږئ.
2:155 او موږ به ار مرو په وېره، خطر، لوږې، د سراو مال په زیان او دمیوو په تاوان (په وچکالۍ او نورو افتونو سره) تاسې ازمایو او (اې پیغمبره) صبره کوونکو ته زېری ورکړه.
2:156 (دا) هغه کسان دي چې کله کوم مصیبت ورورسېږي، نو وایي: بېشکه موږ (مملوک) د الله یو او بېشکه موږ هم ده (الله ته) بیا ورتلونکي یو (په آخرت کې).
2:157 په همدوی درودونه (بخښنې) او مهرباني ده له (طرفه) د رب د دوی او همدوی (حق ته) لارموندونکي دي.
2:158 په يقيني توګه صفا او مروه د الله د دین له نښانو ځینې دي، نو څوک هم چې د حج بیت الله او یا عمرې (اراده) وکړي، نو پر ده هیڅ وبال (ګناه) نه شته (په دې کې) چې طواف وکړي په دې دواړو، او هر څوک چې په خپله خوښه څه نیکي وکړي، نو بېشکه الله قدرکوونکی، ښه عالم دی.
2:159 بېشکه كوم کسان چې زموږ نازلې کړل شوې روښانه لارښوونې او هدايات پټوي پس له هغه چې موږ هغه خلکو (بني اسرائیلو) ته په کتاب (تورات) کې. روښانه کړل، دا هغه کسان دي چې الله پرې لعنت وايي او لعنت ویونکي (پرښتې، انسانان، پېریان او نور مخلوقات) هم پرې لعنت وايي.
2:160 مګرهغه کسان چې توبه یې وویستله (له شرکه او پټولو د نعمت څخه) او ځانونه یې جوړ (اصلاح) کړل او (هغه څه یې چې پټول) هغه یې بیان کړل، نو دا هغه کسان دي چې زه به ورته بخښنه وکړم او زه ښه توبه قبلوونکی، همیشه رحم کوونکی یم.
2:161 بېشکه هغه کسان چې کافران شوي او د کفر په حالت کې مړه شوي دي، په دې کسانو د الله او ملایکو او ټولو خلکو لعنت دی.
2:162 (په داسې حال کې چې) دوی به همېشه وي په دې (لعنت، یا اور، یا عقوبت) کې، نه به د دوی په عذاب کې سپکوالی راځي او نه به دوی ته مهلت ورکولی شي.
2:163 او ستاسې (په حقه) معبود یو دی، نشته بل څوک لائق د عبادت مګر هغه (الله) ډېر مهربان پوره رحم کوونکی دی.