>

د رواد د ژباړې مرکز — 237

12:15 نو كله يې چې له ځان سره بوتللو او اتفاق يې سره وكړو چې كوم تياره كوهي كې يې وغورځوي نو موږ يوسف ته وحي وكړه چې خامخا به (يوه ورځ) دوى ته دا كار ور په زړه كړي او دوى به نه پوهيږي.

12:16 او ماښام پلار ته په ژړا راغلل.

12:17 دوی وویلې اې زموږ پلاره! موږ لاړو د منډو سيالي مو سره كوله او يوسف مو خپل سامان سره پرېښود، نو لېوه وخوړ او ته زموږ په خبره باور كوونكى نه يې كه څه هم موږ ریښتيني اوسو.

12:18 او هغوى د يوسف كميس د دروغو په وينه لړلى له ځانه سره راوړى و. د دې په اورېدلو د هغوی پلار وويل: بلكې ستاسي نفس تاسي لپاره يو لوى كار آسانه كړ، ښه نو صبر به وكړم او په ښه شان به يې وكړم، كومه خبره چې تاسي غوټه كوئ پر هغې له الله نه مرسته غوښتل كيداى شى.

12:19 او يو كاروان راغى او خپل اوبه راوړونكى يې ولېږلو نو چې خپله بوكه يې وغورځوله، ويلې ای زېرۍ! دا دى هلک! او د سوداګرۍ مال يې وګاڼه او پټ يې كړ، حال دا چې دوى څه كول الله ډېر ښه ورباندې پوه و.

12:20 بيا يې په كمه بيه د شمار په څو روپو خرڅ كړ، او هغوى د ده په هكله بې رغبته وو.

12:21 او د مصر هغه سړي چې دى يې واخيستلو، خپلې مېرمنې ته وويل: د ده د ځاى عزت ساته، ښايې ګټه راورسوي، يا به يې په زوي ولۍ ونيسو او همدا شان مو په هغه ځمكه كې يوسف ته ځاى ورکړ، او دا چې د خبرو ورګرځولو (واقعي حالت ته) څه ور زده كړو او الله پر خپل كار برلاسى دى خو زياتره خلک نه پوهيږي.

12:22 او كله چې هغه پوره ځوانۍ ته ورسېد نو موږ حكم او علم وركړ او نېكانو ته په همدې ډول بدله وركوو.