>

د رواد د ژباړې مرکز — 233

11:98 هغه به د قيامت په ورځ د خپل قوم مخكښ شي نو اور ته به يې ننباسي او د ورتګ څومره بد ځاى دى چې څوك وروستل شي.

11:99 او په دې دنيا كې هم لعنت ورپسې شو او د قيامت په ورځ هم، بده بدله ده چې وركړې شوې.

11:100 دا د هغو كليو خبرونه دي چې تاته يې بيانوو، ځينې يې لا پرځاى ولاړ او ځينې رېبل شوي دي.

11:101 او موږ ظلم ورباندې نه دى كړى خو هغوى پر خپلو ځانونو ظلم وكړ او هغو معبودانو يې هېڅ شى ترې ايسار نه كړل چې دوى به له الله پرته رابلل، كله چې ستا د رب امر راغلو، او له هلاكته پرته يې څه ورزيات نه كړل.

11:102 او ستا د رب نيول خو همداسې وي كله چې هغه سيمې راونيسي كومې چې ظالمې وي، بې شكه د هغه نيول سخت دردناک دي.

11:103 بې شکه په دې كې د هغه چا لپاره نښه ده چې د آخرت له عذابه ويريږي، دا يوه داسې ورځ ده چې خلک به ورته راټول شي او داسې ورځ ده چې ورته به حاضر شي.

11:104 او نه وروسته كوو هغه، مګر يوې معلومې نېټى ته.

11:105 هغه ورځ چې راشي نو د هغه له اجازې پرته به يو كس هم نه غږيږي، نو بيا به څوک بد بخته وي او څوک نېكبخته.

11:106 څوک چې بدبخته وي، نو د هغوى به په دوزخ کې ستمېدل (په اوچت آواز سا اېستل) او پشېدل (په ټيټ آواز سا راښكل) وي.

11:107 تلپاتې په هغه كې تر څو چې آسمانونه او ځمكه وي، مګر دا چې ستا رب څه وغواړي، بې شكه ستا رب د هغه څه كوونكى دى چې اراده يې وكړي.

11:108 او هر هغه چې نېکبخته شول نو په جنت كې به تل تر تله اوسېدونكي وي تر څو چې آسمانونه او ځمكه وي، مګر دا چې ستا رب څه وغواړي، دا يوه نه غوڅېدونكې (ختمېدونكې) وركړه ده.