د رواد د ژباړې مرکز — 232
11:89 او اى قومه! زما سره دښمني مو د دې سبب نه شي چې تاسو ته هغسې عذاب در ورسي لكه د نوح قوم ته چې رسېدلى و، يا د هود قوم ته يا د صالح قوم ته، او د لوط قوم خو له تاسو څه لرې نه دى.
11:90 او له خپل رب څخه مو بخښنه وغواړئ بيا د هغه لور ته وروګرځئ، بې شکه زما رب مهربان مينه ناك دى.
11:91 هغوى وويل: اې شعيبه! ستا په زياترو خبرو موږ نه پوهېږو او په خپل منځ كې دې كمزورى وينو، او كه ستا دغه (كافر) خپلوان نه وى نو په كاڼو به مو ويشتلى وې او پر موږ خو څه عزتمن نه يې.
11:92 (شعيب) وويل: ای قومه! آيا زما خپلوان پر تاسي له الله څخه زيات درانه دي؟ او هغه مو تر څټه شاته غورځولي، بې شكه زما رب له هغه څه را چاپېر دى چې تاسو يې كوئ.
11:93 او ای زما قومه! تاسو په خپله كړنلاره كار كوئ، زه به يې په خپلې كوم، زر به وپوهېږئ چې په چا داسې عذاب راځي چې شرموي يې او څوک دروغجن دى؟ او انتظار كوئ، زه هم درسره انتظار كوونكى يم.
11:94 او كله چې زموږ امر (د عذاب) راغى شعيب او هغه كسان مو وژغورل چې له ده سره يې ايمان راوړى و په خپل رحمت سره، او كومو كسانو چې ظلم كړى و، يوې سختې چغې راونيول نو بيا سهار په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پر زنګنو پراته و.
11:95 لكه چې له سره پكې اوسېدلي نه وو، واورئ! مدين ته هماغه شان لرې والى دى (د الله له رحمته) لكه چې ثموديانو ته لرې والى و.
11:96 او خامخا موسى (علیه السلام) مو له خپلو نښانو او څرګند دليل سره ولېږلو.
11:97 فرعون او د هغه قوم سردارانو ته، خو هغوى د فرعون د حكم تابعداري وكړه او د فرعون حكم په سمه لار برابر نه وو.