د رواد د ژباړې مرکز — 23
2:146 هغو کسانو ته چې موږ کتاب ورکړی دی، هغوی هغه (یعنې محمد یا اسلام) داسې پېژني لکه خپل اولاد چې پېژني او په تحقیق سره یوه ډله له دوی (یعنې کتابیانونه) ځینې حق پټوي په داسې حال کې چې دوی پوهېږي.
2:147 حق ثابت دی ستا د رب له لوري، نو ته د شک کوونکو له ډلې څخه مه کېږه.
2:148 او د هر چا (امت) لپاره یو لوری (قبله) ده چې هغې ته (په لمانځه کې) مخ اړوي، نو تاسې نېکیو ته وړاندی شئ، هر چېرته چې یاست الله به تاسي ټول راولي (د اعمالو د بدلې لپاره په قیامت) بېشکه چې الله په هر شي ښه قادر دی.
2:149 او له هر ځایه چې ته ووځې (اې محمده!) نو خپل مخ (په لمانځه کې) د مسجد حرام په لوري وګرځوه او بېشکه چې دا ستا د رب په حقه فيصله ده او نه دی الله بې خبر له هغه څه چې تاسې یې کوئ.
2:150 او له هر ځایه په هر وخت کې چې ووځې ته (اې محمده! سفر ته، او قصد د لمانځه وکړې) نو وګرځوه ته مخ خپل لوري د مسجد حرام ته (په لمانځه کې) او په هر ځای او هر وخت کې چې یاست (اې مومنانو) نو وګرځوئ خپل مخونه په لوري د هغې (کعبی)، د دې لپاره چې پر تاسي د خلکو (یعنې یهودانو او مشرکانو) هیڅ اعتراض نه وي مګر د هغو کسانو چې ظالمان دي له دوی ځینې نو له هغوی مه وېرېږئ، بلکې له ما څخه ووېرېږئ (او زما نافرماني مه کوئ!). او دې لپاره چې پوره کړم زه نعمت خپل پر تاسي (د هدایت) او ښايي چې تاسې (حق ته) لار ومومئ.
2:151 لکه څنګه مو چې په تاسي کې ستاسې (له جنس) څخه رسول درولېږه (د اتمام د نعمت لپاره) چې پر تاسي به زموږ آیاتونه (قرآن) لولي او تاسي به (له کفره) پاکوي او تاسي ته به کتاب (قرآن او حلال او حرام) او حکمت (سنت) در زده کوي او تاسي ته به هغه شیان در ښایي چې تاسي پرې نه پوهېدلئ.
2:152 پس تاسې ما یاد کړئ زه به هم تاسې یاد کړم او زما شکر وباسئ او ناشکري مه کوئ.
2:153 ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! په صبر او لمانځه سره له (الله) څخه مرسته وغواړئ، بېشکه الله له صبر کوونکو سره دی.