>

د رواد د ژباړې مرکز — 22

2:142 هرومرو به د خلکو ناپوهان ووایي چې څه شي وګرځول دوی (یعنې رسول صلی الله علیه وسلم او مؤمنان) له قبلی د دوی څخه هغې نه چې وو دوی په هغې باندې؟ ووایه (اې محمده! دوی ته) چې مشرق او مغرب (بلکې ټول جهات) د الله له پاره دي، هر چاته چې وغواړي د سمې لارې (اسلام) هدایت کوي.

2:143 او هم داسې (لکه چې هدایت مو درته کړی دی) ګرځولي یئ موږ تاسې یوه ډله غوره لپاره د دې چې شئ شاهدان پر نورو خلقو (د جزا په ورځ د انبیاؤ له خوا) او چې شې (محمد) رسول (د الله) پر تاسې شاهد. او نه ده ګرځولې موږ (دا) قبله هغه چې وې ته (پخوا له هجرت نه) پر هغې باندې مګر لپاره د دې چې موږ (بیل او) ښکاره کړو هغه څوک چې پيروي کوي د رسول له هغه چانه چې بیرته ګرځي په پوندو خپلو، اګر که دي دا ګرځیدل (کعبې ته) هرومرو (خامخا) ډیر ګران (سخت) مګر نه دي ګران (سخت) په هغو کسانو چې سمه لاره ورته ښوولې ده الله. او نه دی الله چې ضایع کړي ایمان (لمونځ) ستاسې (اې مؤمنانو!) بېشکه الله پر خلکو ډېر مهربان، پوره رحم کوونکی دی.

2:144 په تحقیق سره وینو موږ (بیا بیا) ګرځول د مخ ستا په (طرف د) آسمان، نو موږ به وګرځوو هرومرو (خامخا) تا (هغې) قبلی ته چې ته یې خوښوې. نو وګرځوه مخ خپل په لوري د مسجد الحرام (کعبې ته په لمانځه کې). او په هر ځای کې چې یې، نو وګرځوئ (تاسې) مخونه خپل (په لمانځه کې) په لوري د هغې (کعبی)، او بېشکه هغه کسان چې هغوی ته کتاب ورکړل شوی دی، خامخا پوهېږي چې دا د دوی د رب له لوري حق ده او الله غافل نه دی له هغو کړنو چې دوی یې کوي.

2:145 او که چېرې ته دې اهل كتابو ته هر دلیل (نښانه) راوړې، دوی به ستا د قبلې پیروي و نه کړي او نه یې ته (اې محمده) د دوی د قبلې پېروي کوونکی او نه دي ځینې د دوی پېروان د قبلی د ځینو (نورو). او که چېرې ته تابع شې د هیلو (آرزوګانو) د دوی وروسته له هغه علم (وحي) څخه چې تا ته راغی، نو بېشکه ته به له ظالمانو ځينې شې.