د رواد د ژباړې مرکز — 210
10:15 او كله چې پر هغوى زموږ روښانه آيتونه لوستل كيږي، نو هغه كسان چې موږ سره د يو ځاى كېدو هيله نه لري، وايي چې د دې پر ځاى بل قرآن راوړه يا په همدې كې څه بدلون راوله، ورته وايه: زما دا كار نه دى چې له خپله ځانه څه بدلون پكې راولم، زه خو صرف هغه څه پسې روان يم چې وحى راته كيږي، زه كه د خپل رب نه سرغړونه وكړم نو د هماغې لويې ورځې له سزا وېرېږم.
10:16 ورته وايه: كه الله غوښتي واى نو ما به (دا قرآن) نه و درباندې لوستى او نه به الله پرې تاسي خبر كړي وای، زه خو له دې مخكې هم په تاسو كې ډېر اوسېدلى يم آيا نو له عقله كار نه اخلئ؟
10:17 نو تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې په الله پورې څه دروغ تړي، يا يې آيتونه دروغ ګڼي؟ يقيناً مجرمان نه بريالي كيږي.
10:18 او هغوى الله نه پرته هغه څه لمانځي چې نه څه زيان ور رسولاى شي او نه څه ګټه او دوى وايي چې دا د الله په وړاندې زموږ سپارښتګر دي، ووايه: آيا تاسو الله له هغه څه خبروئ چې هغه ته نه په آسمانو كې معلوم دي او نه په ځمكه كې (يعنې بالكل نشته) هغه پاک او لوړ دى له هغه څه چې دوى يې شريكوي.
10:19 او دا خلک په پيل كې صرف يو امت وو خو بيا وروسته سره مختلف شول، او كه ستا د رب له خوا مخکې يوه خبره نه وی تېره شوې نو اوس به د هغه څه پرېكړه شوې وه چې دوى پكې اختلاف كوي.
10:20 او دوى وايي چې په دې پېغمبر ولې د خپل رب له لوري كومه نښانه رانازله نشوه؟ نو ورته ووايه چې غيب خو يوازې الله سره دي نو تاسو هم انتظار كوئ، زه هم درسره انتظار كوونكى يم.